ټکنالوژي

د واټس اپ کاروونکي له ۲ ملیاردو زیات شول

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د خواله رسنیو مشهور اپلیکیشن (WhatsApp) کاروونکي په ټوله نړۍ کې له دوه ملیاردو زیات شول.

د پیغامونو او نورو وسایلو استولو مشهور اپلیکیشن واټس اپ په نړۍ کې تر ټولو زیات فعال کاروونکي لري.

د فیسبوک تر ملکیت لاندې واټس اپ په ۲۰۱۹م کال کې ۱.۵ ملیارده کاروونکي درلودل چې دغه شمېره په ۲۰۱۸م کال کې ۱ ملیارد وه.

دا شمېره د فیسبوک د استعمالونکو څخه ۵۰ ملیونه اوس هم کمه ده، فیسبوک اوسمهال ۲.۵ ملیادره کاروونکي لري.

د فیسبوک مشر مارک زوکربرګ تر خپل ملکیت لاندې واټس اپ او انسټاګرام هم لري، چې ټولټال ۵.۵ ملیارده کاروونکي لري، په نړۍ کې د نورو اپلیکیشنو کاروونکو په پرتله دا شمېره ډیره لویه ده.

د واټس اپ کارونکو د شمېرې زیاتېدو یو راز ددې معلوماتو په پټ ساتلو کې دی، چې له کارونکي پرته هیڅوک لاس رسی ورته نشي لرلی. په دې اړه واټس اپ د نړیوالو له خوا له سخت فشار سره هم مخ دی.

بېلا بېل حکومتونه استدلال کوي، چې په واټس اپ کې د کارونکو پيغامونه نه لوستل د ترهګرۍ، د ماشومانو استحصال او نورو جرمونو اسانه کولو لپاره لار پرانیزي.

خو د واټس اپ اجراییه مشر «ویل کاتکرت» وایي، تر دې دمه دوی د معلوماتو یا پیغامونو ښکاره کولو په اړه هیڅ کومه پالیسي نه لري، «له کلونو راهیسې کارونکي د یو بل سره په خصوصي توګه اړیکې نیسي او مونږ نه غواړو چې دغه پالیسي به په نوې ټولنه کې له منځه ولاړ شي».

واټس اپ په نړۍ کې یو له هغو اپلیکیشنو څخه دی چې پيغامونه او نور بشپړ معلومات یې محفوظ دي او هیڅوک نشي کولی دې ته لاس رسی ولري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close