روغتیا

پوندې مو ولې چاودیږي؟ لاملونه یې!

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): کله چې مونږ د پوندو چاودیدو په اړه غږیږو یوازینی شي چې زمونږ ذهن ته راځي هغه د بدن خوشکوالی او د اوبو نشتوالی دی چې بدن مو ورسره مخ دی.

خو اړینه نه ده چې یوازې د اوبو کموالی دې ددې لامل وي، ګڼ شمېر نور علتونه هم شته چې د پوندو چاودیدو لامل کیږي.

هغه لاملونه چې د پوندو چاودیدو لامل کیږي:

چاغوالی

د چاغوالي له کبله زمونږ پر پوندو د ټول بدن اضافي فشار راځي، دغه مهال که تاسو پر پوندو کوم ډول لندبل یا د رطوبت کریم استعمال نه کړئ پوندې ما چاودیږي.

د ویټامینونو کموالی

زمونږ بدن ګڼ شمېر ویټامینونو، مالګین او نورو غذایي موادو ته اړتیا لري، که زمونږ بدن د یادو څیزونو له نیمګړتیاو سره مخ وي بدن مو له خوشکۍ سره مخ کیږی، همدا لامل دی چې زمونږ پوندې د وچیدو سربېره د چاودیدو سره مخ شي.

خلاص بوټان

داسې بوټان یا څپلۍ استعمالول چې پښې مو په کې ازادې وي هم د پوندو چاودیدلو لامل کیږي.

په ګرمو اوبو لامبل

په ګرمو اوبو حمام کول که څه هم زمونږ بدن ته ارام وربښي خو بدبختانه زمونږ د پوټکي روغتیا لپاره غوره نه ثابتیږي، ګرمې اوبه زمونږ د بدن طبیعي غوړ لرې کوي چې ورسره بدن خوشکیږي.

پورتني عادتونه یوزاې زمونږ د پښو او پوندو چاودیدو لامل نه بلکې د لاسونو او مخ هم کیږي، ددې پاملرنې لپاره تاسو همیشه پر پوندو ویسلین او د رطوبت کریم ولګوئ او هیڅکه پوندې وچې مه پریږدئ.

یادونه: ځینې کسان د حساسیت له کبله هم د پوندو چاودیدو سره مخ کیږي، دوی باید په خپل وخت د پوټکي ځانګړي متخصص ته مخه کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close