افغانستان

ننګرهار: هوایي برید تر یوولسو زیات ملکیان وژلي/ویډيو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو الوتکو د ملکي وګړو په موټرونو باندې هوايي برید کړی، چې له امله یې تر یوولسو زیات ولسي وګړي وژل شوي.

له سیمې څخه په خپره شویو راپورونو کې راغلي، چې مرګ ژوبله نن ماځیګر شاوخوا څلوربجې د سرخرود ولسوالۍ په ککړک سیمه کې د ملکي وګړو په سراچه او ډاټسن ډوله موټرونو باندې د هوایي برید له امله رامنځته شوې.

د سرچینو په خبره، په پېښه کې موټرونه ویجاړ شوي او تر یوولسو زیات ولسي وګړي پکې وژل شوي.

یاده دې وي، چې حکومت داسې مهال ملکي وګړي هدف ګرځوي، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا مذاکرات روان دي او دبهرنیانو تر څنګ حکومت هم په پرلپسې ډول له طالبانو د اوربند او یا د تشدد د کموالي هیله لري.

د شنونکو په باور، په داسې حال کې، چې د سولې خبرې روانې دي او ملت سولې ته په تمه دی، د ملکي وګړو هدف ګرځول له سولې سره د ښکاره دښمني په مانا دی.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

It looks like every single vehicle, rock, tree, garden, house business, hill, river, school, hospital, and a farm is a Talib
There is no trust between the commons and the government

KHAKH MI KA MULLA DA KHAPALLO JAMO SARA
KHOND NA KAWI KAFAN DA TORYALO SARA
GORA, PA KHPALO WEENO LAMBIDALLY YAM
MAMMI LAMBAWA MULLA JANA PA AOBO SARA
DROMAI, DROMAI MALAYEKO MA TA MA RAZAI
CHA KARI HESAB KETAB DA NANGIALO SARA

Adam Khan

You common people, you mothers, and you babies
your holly blood will nourish the flowers of Nangarhar again and again, and this time forever.
This time the flowers will smell just like the sweet smell of your holly blood that you offerd to the freedom of this nation.

اجمل

الله د دوی خوار کړی ماته د ننګرهار د ښار انتحاری حمله را په یاد شوه چی څو کاله مخکی شوی وه چی حالت یی لدی هم خراب وو. الله د سوله راولی یا د دی دواړه طرفه الله تباه کړی.

جميل

اجمل خانه !
که کفار او غلامان يی ټوله افغانستان بمبار کړی او په زرهاو نور شهيدان کړی تاسو ته به بيا همهغه(انتحاری) درپياد کړی .
تاسی ټوله مونږته الله تعالی ښه پوره راپيژندلی ياست ، تاسی هيڅکله هم زمونږ خالق او موئمنين نسی تير ايستلای يوازی خپل ځانونه ، خپل په شان نور غوليدلی غلامان او خپل کافر مالکان تير باسی .

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close