
اردوګان: د هر ډول فشارونو پر وړاندې له پاکستان سره ولاړ يوو
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان ويلي، هېواد يې د پاکستان ملاتړ ته دوام ورکوي او د ټولو سياسي فشارونو پر وړاندې د پاکستان تر شا ولاړ دي.
ښاغلي اردوګان د پاکستان پارلمان دواړو جرګو ته د وينا پر مهال وويل، پاکستان زموږ د خپلواکۍ پر مهال د خپلې خولې مړۍ له موږ سره شريکه کړې او موږ به هېڅکله د پاکستان دا نيکې هېره نه کړو.
د ترکيې ولسمشر ټينګار وکړ، چې د مالي کار ځواک يا «ايف اي ټي ايف» په موضوع کې به د پاکستان بشپړه مرسته کوي او په هېڅ صورت به پاکستان د نړيوالو سياسي او مالي فشارونو پر وړاندې يوازې پرې نږدي.
ايف اي ټي ايف ټولنه وايي، پاکستان د سخت دريځو ډلو د مالي امکاناتو د مخنيوي لپاره جدي ګامونه نه دي پورته کړي، چې له امله يې پاکستان په خړ نوملړ کې شامل شوی دی.
د ترکيې ولسمشر زياته کړه، چې د کشمير موضوع په اړه د ترکيې دريځ هماغه دی، کوم چې د پاکستان دريځ دی.
اردوګان يو ځل بيا د منځني ختيځ سولې په اړه د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ طرحه رد کړه.
د ولسمشر اردوګان په وينا د ټرمپ طرحه د سولې نه، بلکې د ښکېلاک طرحه ده، چې د فلسطینيانو خپلواکي يې يرغمل کړې ده.
د ترکيې ولسمشر وينا ته د لومړي وزير عمران خان، د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، د ملي اسامبلۍ او مشرانو جرګې مشرانو سربېره د سياسي ګوندونو يو شمېر مشران هم ور بلل شوي وو.
د ملي اسامبلۍ وياند اسد قیصر په خپلو څرګندونو د ولسمشر اردوګان هرکلی وکړ، هغه يې د اسلامي نړۍ سرلاری مشر ياد کړ.
رجب طيب اردوګان هم له پاکستان سره خپله مينه ښکاره کړه او زياته يې کړه، چې د انقرې او اسلام اباد اړيکې په تلپاتي عشق او مينې ولاړه ده.
That is correct. But what about Pakistan? Be careful, Imran Khan is neither Pakhtoon nor Muslim.
پلاسټیکی ګُلانو د اوردوغان سترګی بد ډول ور برېښولی دی. د ترکئې د خپلواکۍ په درشل کی ئې د پاکستان مرستو! مینه نوره هم ور لېونۍ کړېده البته کاشکی موږ پوه سو یا پوه وای چی دا د ترکئې کومه او څنګه خپلواکی وه چی پآکستان خپله ډوډۍ او مړۍ ور سره نیمه کړه؟ پاکستان زموږ سره د شوروی د یرغل په وخت کی هم خپله مړۍ ( د نړیوالی ټولنی سوغاتونه) نیمه کړه خو د یرغل تر ختم وروسته ئې نه یوازی هڅه وکړه چی راکړې مړۍ زموږ د مرۍ څخه را وباسی بلکه دا هڅه ئې هم وکړه… نور لوستل »
ستاسو تیروتنه ستا سو خپله لنډغري وه نه پاکستان او بل څوک ! ! لږ د سر ټیټ او فکر وکړه ! !
اوس هم دار وهۍ او اولس وژنۍ !!