ټولنیزه برخه

د عاشقانو ورځ ــ Valentaines Day

محمد عمر حماد

د روماني سینټ ویلنټاین په نوم یو شخص د مذهب د نه بدلون له کبله زنداني کړل شۀ، ویلنټاین د زندان د رئیس پر لور مئین وو، مخکې تر دې چې ویلنټاین پر دار وځړوي هغه خپلې معشوقې ته د الوداع(خدای پاماني) عشقي لیک ولیکۀ، د لیک په پای کې یې لیکلي وو: (ستا ویلنټاین).

ـ د تاریخي شالید له مخې دا پېښه په ۴۶۹ میلادي کال د فبروري په څوارلسمه نېټه تر سره شوې وه له همدې کبله یې غیر مسلم وګړي د ویلنټاین یاد ته په احترام سره هر کال د فبروري په څوارلسمه نېټه د عاشقانو ورځ لمانځي.

ـ د عاشقانو د ورځې تاریخي شالید ته په لیدو سره دا جوتیږي چې د عاشقانو ورځ په مسلمانانو پورې تړاو نه لري او د غیر مسلمو له خوا یې اساس ایښودل شوی دی.

ـ د عاشقانو د ورځې د لمانځنې پر مهال د فحشاء او بې حیایۍ ډېر داسې ناوړه اعمال تر سره کیږي چې د اسلام مبارک دین یې په کلک ډول مخالفت کا.

الله تعالی په خپل محکم کلام قرآن عظیم الشان کې فرمایي:

إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفٰحِشَةُ فِى الَّذِينَ ءَامَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِى الدُّنْيَا وَالْءَاخِرَةِ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
سورت نور ۱۹

ژباړه: په یقیني توګه، كوم كسان چي د مؤمنانو په ډله کي د بد لمنۍ او بې حیایۍ خپرول خوښ ګڼي، هغوى په دُنيا او اخرت کښي د دردناك عذاب وړ دي. الله پوهیږي او تاسي نه پوهېږئ.

رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي: من تشبه بقوم فهو منهم

ژباړه: څوک چې د کوم قوم مشابهت کوی د هغوي له ډلې څخه دي.

یادونه: د عاشقانو د ورځې د لمانځنې پر مهال چې کوم ناوړه اعمال تر سره کیږي د قباحت او نارواوالي اړوند یې خورا ډېر دلایل شتون لري خو هغه څوک چې د اسلام مبارک دین ته په ټوله معنا ژمن او معتقد وي هغوي ته د پورته قرآني آیت او نبوي حدیث یادښت بسنه کا.

محمد عمر حماد

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

شریکه! خبره دا ده چی: موږ په دې عقیده سمبال یو چی د مځکی پر مخ د ډول ډول مذهبونو او فرهنګونو او ژبو او عقائدو شتون د الله سبحانه و تعالی د پراخ قدرت او رحیمیت او حکمت ستره نښه ده. الله پاک خپل هر ژوندی مخلوق ته د خوښۍ او خوشحالۍ د احساس توان ور بخښلی او خپل مخلوق او بنده ئې خوښ او راضی په ساتلی دی، دا چی د احمد فرهنګ او کلتور او مذهب د محمود له سترګو مکروه ایسی او یا برعکس، بېله خبره ده ، اصلاً د بشریت په لمنه کی دومره عظیم… نور لوستل »

پتنګ

خلقیان به بې اودسه په لمانځه درېدل خو عقیده یې نلرله غلام جانه اوس اولس بیدار دی په چمو نه غولیږي ! ! اسلام او لیبرالیزم ډير سره فرق لري !

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close