«طالبان او امریکا د تشدد په کموالي موافقې ته رسېدلي»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ پرېکنده مذاکرات روان دی، یو شمېر رسنۍ خبر ورکوي، چې دواړه لوري د جګړې د شدت د کمولو په موضوع موافقې ته رسېدلي.

اسوشیټيد پریس خبري اژانس د جګپوړو طالب او امریکايي چارواکو له قوله لیکي، چې طالبانو او امریکا د جګړې د شدت په اووه ورځني کموالي توافق کړی، چې کولای شي، د سولې د توافقنامې لاسلیک ته لاره هواره کړي او بیا د همدې توافقنامې په اساس بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي.

راپور زیاتوي «د جګړې د شدت دا کموالی ځانګړی او د ټول هیواد په سطحه دی، چې په افغان ځواکونو کېدونکي بریدونه هم په ځان کې رانغاړي، طالبان ددې مسئولیت لري، چې د سړک د غاړي بمونه، موټربم بریدونه او د راکټونو توغول ودروي  او که طالبان دا کار وکړي، توافقنامه به د لسو ورځو دننه لاسلیک شي.»

په ورته وخت کې یو طالب چارواکي «اسوشیيټد پریس خبري اژانس» ته ویلي، ښايي د رواني فبروري د میاشتې په ۲۹ مه نېټه توافقنامه لاسلیک شي او بین الافغاني مذاکرات د راتلونکې مارچ میاشتې په لسمه نېټه پیل شي، چې تر دې دمه د جرمني او ناروې هیوادونه ورته وړاندیز شوي.

طالبان او امریکا داسې مهال د تشدد په کموالي توافق ته رسېږي او د بین االافغاني مذاکراتو نېټه ورځ تر بلې را لنډېږي، چې کابل حکومت لا هم د یوه «همه شموله» مذاکراتي ټیم په جوړولو نه دی توانېدلی، د ارګ له لوري جوړ شوی پلاوی، د حکومت د نیمې برخې «اجرائیه ریاست» له لوري رد شوی او ټینګار شوی، چې په دې برخه کې له دوی سره سلا مشوره نه ده شوې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
کندهاری
میلمه
کندهاری

ډېر ښه او خوشالوونکی خبردی الله دې خپروونکو ته اجر جميل ورکړي.

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

د طالبانو د معززو مشرو علمای کرامو حفظهم الله د پام وړ : د بین الافغاني مذاکراتو په اړه چي ښايي د راتلونکې مارچ میاشتې په لسمه نېټه پیل شي، دا ملاحظې شته چي که محترم طالبان د حکومت د استازو او دې نورو غورځي پرځي کوونکو په اصطلاح سياستوالو او په اصل کي د افغانانو د داخلي دښمنانو سره خبرو ته کښېني او د دې ځپلي او مظلوم ملت استازي نه وي پکښې ملت به له طالبانو کرامو سخت خفه سي. زما نظر د يوه افغان، خو د افغانانو، په تېره د طالبانو کرامو د خواخوږي او بې غرضه… نور لوستل »