افغانستان

ناټو: که طالبان سولې ته ژمنتیا وښيي، د خپلو عسکرو شمېر راکمولو ته چمتو یو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ناټو سازمان عمومي سرمنشي «ينس سټولټنبرګ» وایي، که طالبان تشدد را کم کړي او سولې ته په رښتیني ډول خپله ژمنتیا وښي، دوی تیار دي په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر را کم کړي.

ینس دغه څرګندونې د مونیخ د امنیتي کنفرانس په څنډه کې خبریالانو ته وکړې، نوموړي وویل « ناټو دا مهال په افغانستان کې ۱۶۰۰۰ سرتېري لري، که طالبان تشدد راکم کړي او سولې ته په رښتیني ډول ژمنتیا وښيي، موږ د خپلو ځواکونو د شمېر تنظیمولو ته تیار یو.»

ناټو داسې مهال په مشروط ډول د خپلو ځواکونو د شمېر کمولو ته تیارېږي، چې یو شمېر رسنۍ د طالب او امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکوي، چې دواړه لوري په قطرکې د تشدد په اووه ورځني کموالي توافق ته رسېدلي او په دې برخه کې ښایي رسمي اعلامیه د همدې اوونۍ دننه خپره شي.

د راپورونو په اساس، که طالبان په رښتیني ډول تشدد کم کړي، نو د لسو ورځو دننه به له امریکا سره یوه توافقنامه امضاء کوي، د کومې له مخې به چې بهرنیان له افغانستان څخه وزي او بین الافغاني خبرې به د راتلونکې «مارچ» میاشتې په لسمه پیلېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهاری

«ينس سټولټنبرګ» هسي غرتي ولي. پر ناټو دمخه د افغانانو غوندي خلک نه وه اوښتي اوس دغه پوځ او امريکايي وحشي پوځ واقعاً په افغانستان کي د نر لغته وليده، نو څوک چي وويني د نر لغته داسي په ګرځي لکه د پښو عورته . کله چي د دوی او د کابل د ګوډ حکومت سرغنه امريکايي تر څټه په ډول ډول موډرنو وسلو سمبال پوځ په ټيټو سرونو له ګران افغانستانه وزي دغه اردليان او اربکيان به يې سم کډي ورسره پشاکوي او که ځيني خرتوبي وکړي او دلته پاته سي که په ارګ هم ننوزي هغه د انګرېزانو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x