اشرف غني د امريکا د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو سره ليدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د جرمني ميونخ ښار کې د امنيتي کنفرانس په څنډه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو، دفاع وزير مارک ايسپر او افغانستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ليدلي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي په خپل ټويټر پيغام کې د دغې ناستې راپور ورکړی، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ ميلر، د ګډ حکومت دفاع وزير اسدالله خالد او د بهرنيو چارو وزارت سرپرست هارون چخانسوري هم په دغه ناسته کې ګډون درلود.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ هم ويلي، چې د افغانستان سولې په اړه به له ولسمشر غني سره وګوري.

د ناټو سرمنشي د سولې خبرو کې روان پرمختګ ته خوشبيني ښودلې او ويلي يې دي، که طالبان د سولې لپاره خپل جديت وښيي، دوی به د خپلو عسکرو ايستل تنظيم کړي.

دا ناستې او ليدنې په داسې حال کې ترسره کيږي، چې يو شمېر امريکايي رسنيو ويلي، امريکا او طالبانو د جګړې تشدد په کمولو هوکړې ته رسېدلي دي.

د امريکا د دفاع وزير مارک ايسپر، د ملي امنيت سلاکار رابرټ اوبراين او نورو چارواکو هم ويلي، له طالبانو سره د سولې ښه تړون ته نږدې شوي دي.

طالبانو تر اوسه د سولې په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د