ادبي لیکني

د «د یوویشتمې پېړۍ امیرالمؤمنین» کتاب چاپ شو

یاسر عمري

د طالبانو د لومړني مشر او د اسلامي امارت مؤسس، امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د ژوند او مبارزې اړوند د مختلفو لیکنو او تبصرو کتاب چاپ شو. یاد کتاب چې د آصف ژمن په زیار او د “فکري ویښتیا” خپرندویه ټولنې لخوا ټول ټال په ۱۸۳ مخونو او څلورو څپرکو کې چاپ شوی، د ملا محمد عمر مجاهد له ژوند لیک نیولې، بیا تر جهاد، فساد ضد پاڅون، د اسلامي امارت تر تاسیس، د امریکایي اشغال ضد مبارزې، د خفیه ځای د انتخاب او بلاخره تر وفاته پورې د بېلابېلو لیکوالانو، علماو او سیاسي څېرو د مختلفو لیکنو، تبصرو، خاطرو او مرکو ګډه ټولګه ده. پر یاد کتاب د مرتب آصف ژمن د سریزې تر څنګ، د سیاسي تحلیلګر، ښاغلي عبدالرحیم ثاقب او وتلي لیکوال محترم لطف الله خیرخوا لیکنې هم راغلي.

د ښاغلي ثاقب په خبرو کې راغلي: “محترم ورور آصف صاحب زحمت ګاللی او د دغه تاریخي شخصیت په اړه یې له لیکل شویو مقالو څخه ځینې داسې لیکنې په ترلاس لاندې ټولګه کې را ټولې کړي چې د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر (مجاهد) د جهادي، سیاسي او ټولنیز ژوند بېلابېلې برخې یې احتواء کړې.

دا یو ستر مسؤلیت دی چې لیکوال وروڼه د خپلو تاریخي اتلانو کارنامې په لیکنو کې ثبت او د راتلونکو نسلونو د تنویر لپاره یې د تاریخ د یوې برخې په توګه خوندي کړي، ځکه راتلونکي نسلونه به بیا د همدې لیکنو له مخې د خپلو اتلانو په مواقفو ویاړي او په هغه به قضاوت کوي.”

همدا شان د ښاغلي خیرخوا صاحب د لیکنې په یوه برخه کې د مرحوم امیرالمؤمنین اړوند لولو: “د جهاد په مسیر کې به تر ډېرې اوږدې مودې _که ووایم تر قیامته، نو هم مبالغه به نه وي _ د ده نوم د سپېڅلو مسلمانانو د ترحم وړ وي. د اسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ کې ټوکېدلې او را ټوکېدونکي حرکتونه به په یو ډول د ده منت باره وي. د جهاد په باب کې د ده مقبولیت داسې را بریښي، لکه د علم په باب کې زموږ د سلفو علماو مقبولیت، له سوونو کلونو را هیسې یې کتابونه زموږ د امت تعلیمي نصابونو سترې برخې دي!”

د ښاغلي ژمن په خبرو کې د کتاب په هکله راغلي: “ښایي ځینې وپوښتي چې د دې کتاب اړتیا څه وه؟
ښکاره ده چې موږ له هر اړخیز غربي یرغل سره مخ یو. د دې مسلمان ملت پر ضد دښمن یوازې د ټانګ او تیارې جګړه نه ده پیل کړې؛ بلکې په فکري سنګر کې هم د فکري جګړې پر وسایلو په جګړه بوخت دی. استعمارګر چې د کوم ولس د اېل کولو اراده ولري، نو تر ټولو ستره هڅه يې یوه دا هم وي چې هماغه ولس له خپلو مشرانو او اصلي قهرمانانو سره پردی او نااشنا کړي. او په ډول ډول نومونو او تهمتونو یې د بدنامولو او تورنولو هڅه کوي. چې له بده مرغه موږ هم اوس له همداسې یوه حالت سره مخ یو. اوس د دې ملت د رښتیني قهرمان، مشر ملا صاحب رحمه الله د شخصیت، فکر، عقیدې او دریځ دښمنان حاکم دي. نو معلومه ده چې د ده دښمنان به د ده د شخصیت په هکله د کوم ډول ذهنیت د خپرولو هڅه کوي. په دغسې یوه وخت کې د هر متعهد او ژمن مسلمان افغان دنده ده چې عامه ذهنیتونه د استعمارګرو او پرديپالو له ناپاک او زهرجنو تبلیغاتو له تاثیره د ژغورلو هڅه وکړي.”

کتاب په څلورو څپرکو کې را غونډ شوی:

لومړی څپرکی د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد ژوند لیک، د امارت تأسیس او د امیرالمؤمنین لقب، دویم څپرکی د امیرالمؤمنین رحمه الله وفات او تاثرات، دریم څپرکی مرکې او خاطرې، او څلورم څپرکی د امیرالمؤمنین رحمه الله ویناوې او ځینې فرمانونه لري.
لوستونکي یاد کتاب د کابل او خوست ولایتونو په شمول د اکثره کتابپلورنځیو څخه ترلاسه کولای شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
کندهاری
میلمه
کندهاری

مېړني دي چي ياديږي هم په توره هم په ننګ. الحمد لله که مو په شاه شجاع،ببرک، کرزي او غني سرونه ټيټ دي، ددې پېړۍ رښتياني اسلامي، ملي اتل ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله عليه نه داچي زموږ سرونه لوړ کړي، بلکي د نړۍ د مسلمانانو سرونه هم په لوړ سوي دي. په تېره د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د اسلام مبارز ځوانان د ښکېلاکګرو او اسلام دښمنو عناصرو په وړاندي د هغه له اند او ژوند او اتلوالو کارنامو څخه الهام اخلي. اوس خو لا سر وخت دی، تر دې وروسته به ان شاء الله د طالبانو… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

داسي ښکاري چي نه پورتنۍ مقاله چاويلې وي، نه دغه تبصره. کاشکي د پخوا په څېر معلومېدلای چي دغه مقالې او مطالب څو تنه لولي او څو تنه يې لايکوي. د کتاب مطالعې خو صفر ته تقرب کړی دی اوس لکه چي د انترنيټي رسنيو مطالعه هم د دغه برخليک سره مخامخ کېږي. بې له هغه هم د نورو ژبو او قومونو د انټرنيټي رسنيو او کتابونو په پرتلنه کي د خواري پښتو ونډه صفر ته نژدې ښکاري. ډېر وختونه دمخه يو چا زموږ د کورنۍ ۴۳ کتابونه را څخه وغوښتل چي دا په پښتو مکتبه شامله کي ږدم، خو… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close