د سلواغې ۲۶ مه د درسونو او عبرتونو ورځ!

نن ټکی اسيا سرليکنه

نن له هیواد څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د بیرته وتو له ۳۱ کلیزې سره برابره ده.

په همدې ورځ هغه سرې لښکرې چې په ډیر غرور او د هند ګرمو اوبو ته د رسیدو په نیت یې پر افغانستان تيری کړی و په ځړیدلي اورمیږ له افغانستان څخه پرشاتګ ته اړیستل شوې.

دا ورځ زمونږ د هیواد په تاریخ کې یوه له عزت، وقار او شهامته ډکه ورځ ده چې افغان ولس ورباندې ویاړي او هغه د خپل هیواد په تاریخي ورځو کې حسابوي.

نن افغانان له همدې ورځې تر دریو لسیزو تیريدو وروسته د یوې بلې داسې ورځې په انتظار دي چې دا ځل مو امريکايي لښکرې له هيواده ووځي او د هيواد برخليک مو افغانانو ته وسپارل شي.

خو پوښتنه داده چې که همدا نن امريکايي لښکرې له افغانستانه وځي خپله افغانان څومره د خپل هيواد د سياسي زعامت سمبالولو وړتيا لري؟

تيرځل چې شوروي لښکرې له هيواده ووتلې او برخليک يې خپله افغانانو ته حواله شو، دوئ د خپل هيواد له برخليک سره څه وکړل؟

دا ځل څه لارې چارې په کار دي چې بيا مو هيواد او ولس د خپل منځی جګړو له تور برخليک سره مخ نه شي.

د دې لپاره له تيرو ترخو تجربو څخه عبرت اخيستل او د خپل لوي ملت د ملي مصالحو لپاره له خپلو شخصي او تنظيمي مصالحو څخه تيريدل د نجات او بريالیتوب يوه تر ټولو موثره وسيله کيداي شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د