نړۍ

برطانوي ورځپاڼه: کچیري ایټمي تنصیباتو ته خطر متوجه شو امریکا فوځي مداخله کولای شي

london_news_paper(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۱۶) لندن: یوي برطانوي ورځپاټي دعوه کړی ده وایی کچیري ددوي په اصطلاح پاکستاني ایټمي تنصیباتوته دترهګروله لوري کوم خطر متوجه شي امریکایان به پاکستان ته امریکایی ځواکونه داخل کړي.

لیکن یو پاکستاني لوړ پوړي چارواکي بیا خبرورکړي دي چۍ زمونږ دکنټرول او قومندي اداره دخپلو ایټمي اثاثو په ښه توګه سره حفاظت کولای شي بل لوري ته ضرورت نه پیداکیږي چي زمونږ ایټمي اثاثي دي خوندي کړي.

یوي برطانوي ورځپاڼي دامریکایی سرچینو له خولي خبرورکړي دي، زیاته وي کچیري داسامه دوژني په بدل کي ددوي په اصطلاح ترهګرو هڅه وکړه ترڅو دپاکستان ایټمي اثاثو پوري ځان ورسوي، په هغه وخت کي دامریکي ولسمشر بارک اباما خپل هوایی ځواک ته امر کولای شی ترڅو دپاکستان پرایټمي اثاثو باندي دپراشوټو په واسطه سره عسکر کښته کړي.

ورځپاڼه زیاتوي چي اولسمشر اباما لا له پخوا څخه ددي خبري په اړه ځواکونو ته اجازه ورکړی ده او هرکله چي پاکستاني ايټمي تنصیبات له خطرسره مخ کیږي اباما به امرورته کوي، ورځپاڼه لیکي چي دپیښي درامنځ ته کیدو په صورت که به دپاکستان داولسمشر رضامندي یا پرجریان کي اچول شرط نه وي.

پرپورته خبرباندي دتفصري په صورت کي یوه لوړرتبه پاکستاني چارواکي وویل مونږ له وړاندي لا دخپلو ستراتیجیکو اثاثو لپاره یو منظم سیسټم جوړ کړی چي هغه په هرډول پیچیده او سختو شرائطو کي دهیواد ایټمي اثاثي په ښه ډول سره ساتلی شي، امریکا اوبل هیڅ هیواد ته ضرورت نه پیداکیږي چي زمونږ ایټمي تنصیبات دي وساتي.

خو له بله لوري نن په پنټګان کي امریکایی چارواکو ددغو خبرو تردید وکړ اوزیاته یی کړه مونږ پر پاکستان باندي پوره باور لرو چي هغوي دخپلو ایټمي تنصیباتو په ښه توګه سره ساتنه کولای شي.

بخت الرحمن بخت ……………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x