
بلخ: د طالبانو بريد کې ۱۸ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): طالبانو د بلخ ولايت په زارع ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په کتار بريد کړی دی او ۱۸ عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د زارع ولسوالۍ مرکز ته نژدې یې د عسکرو په کتار بريد کې ۱۶ عسکر وژلي او دوه نور ټپيان کړي دي.
#الفتح:
مهم: د بلخ ولایت زارع ولسوالۍ مرکز ته نژدې د مزدور دښمن په عملیاتي قطار برید وشو.
د برید په نتیجه کې ۱۶ تنه عسکر قتل،۲ نور ژوبل شول او پاتي دښمن د تلفاتو په لیدلو سره وتښتید.
په نښتو کې یو مجاهد ژوبل شوی.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) February 15, 2020
مجاهد وايي چې د بريد له ځايه ځينې عسکر ژوندي هم تښتېدلي دي او يو طالب هم په دې جګړه کې ټپي شوی دی.
تر اوسه د بلخ ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده چې په دې ورستيو کې په دولتي عسکرو د طالبانو بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې د دولتي عسکرو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.
ماشاالله، دا خو سخت تشدد او تاوتریخوالی را کم شوی اتلس کسانو ته مرګ ژوبله.
اجمل جانه ! زغم ولره ، يو واری د غلامانو ماماګان وتښتی بيا ګوره د غلامانو تماشا ته .
لمړی خپل ځان ته وګوره په جلال اباد کې چا ملکیان ووژل ! !!