
د عبدالباري جهاني نوی شعر
عبدالباري جهاني
له پردي وطنه ځمه لټوم کور د خپلوانو
له رویباره مي پوښتمه محلونه د یارانو
ما په تمه د درملو ورته عُمر دی خوړلی
نه مرهم مي دي لیدلي نه مي څرک د طبیبانو
خدایه زخم مي ناصور دی مسیحا در څخه غواړم
هم لقمان مي ستړی کړی هم اکسیر د حکیمانو
پرون زېری سو د سولي چا کرار پوښتنه وکړه
رمې څنګه دلته پايي وطن ډک دی د لېوانو
دا په غرونو کي لوی سوي دا په وینو روزل سوي
لار به څرنګه مهار سي د پېړیو د خونیانو
غرونه ډک له داړه مارو کلي ډک دي له خونکارو
جوړه څنګه سي کېدلای د لارښود او ګمراهانو
د غریب مُلا آذان ته کله چا وو غوږ نیولی
په دې لوبه کي موږ نه یو دا سطرنج دی د خانانو
ما له پلاره اورېدلي په کتاب کي مي لیدلي
کږې خولې په سوک سمیږي د اولس د باتورانو
نن د سولي آوازې دي د جنګ بندي نغارې دي
په امان به سي کورونه د پردیو له سپاهیانو
هم به غرونه بیرته خپل سي هم به ساد په لار کي مل سي
پر یوه ګور به ژوند وي د پسونو، شرمښانو
یوه ورځ به ورته ګورو چي پاچا به مو افغان وي
او رنګین بیرغ رپیږي په کتار کي د سیالانو
جهاني سجدې به یو سم د پلرونو ترمحرابه
پاکه خاوره به رانجه کړم په کوڅه کي د دوستانو.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۰ کال د فبروري څوارلسمه، ویرجینیا
ډېر اعلی
جهانی ! د دی خونيانو؟؟؟ او داړه مارو؟؟؟ سره تاسو غوندی خلک ژوند نسی کولای ، پخپله امريکا کی دی د خپلو خرو ، سپيانو ، ګيدړو ، چغالانو ، چرګانو او نورو حيوانانو کيسی کوه .
تاته افغانان ټوله حيوانان ښکاری او په وار وار يی پخپلو شعرو بيانوی ، د بيدينی او بيهمتی احساس دی په شعرونو کی له ورايه ښکاری ، کنی يو واری خو و ظالمی ، بيحيا او خونخوری امريکی ته هم څه وليکه چی مونږ پوه سو چی په رشتيا مسلمان ، پښتو ن ، افغان او د نر بچی يی .