روغتیا

کرونا ويروس: چين کې څارويو ته هم ماسکونه وراچول کيږي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): له چين څخه خپور شوي کرونا ويروس په نړۍ کې ويره خپره کړې او ښاريان ددې د مخنيوي لپاره مخ ته ماسکونه اچوي.

د کرونا ويروس څخه د ويرې له کبله ښاريان اوس څارويو (سپي، پيشو) ته ماسکونه اچوي، ترڅو دوی هم له ياد ويروس څخه وژغورل شي، او څاروي يې لا نور د خپريدو لامل نشي.

په خواله رسنيو کې د چينايي کاروونکو لخوا داسې پوسټونه کيږي چې په کې يې خپلو څارويو ته ماسکونه اچولي دي.

د چين د ملي روغتيا کميسون وياند وايي، که چيرې څاوري له کوره بهر له داسې کس سره لوبې وکړي چې کرونا ويروس ولري، نو دوی ته هم ددغه ويروس رسېدو خطر زياتيږي.

نوموړی زياتوي، په څارويو کې د کرونا ويروس مخنيوي لپاره په کار دي چې څاروي په کور کې وساتل شي، او يا لږ تر لږه ماسک ورواچول شي.

د يادونې ده چې د چين ملي روغتيا انسټيټيوټ په نوي راپور کې په تيرو څلورويشتو ساعتونو کې د ۱۴۳ تنو د مړينې خبر ورکړی چې ټوله شمېره يې له ۱۵۲۳ څخه پورته شوې ده. دغه راز پر دغه ويروس ۲۶۴۱ نورې پيښې ثبت شوي چې د اخته شویو ناروغانو ټوله شمېره ۶۶۴۹۲ ته پورته شوې ده.

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي رييس په وينا که څه هم ددغه ويروس ۹۹سلنه پيښې په چين کې دي خو دا ويروس نړۍ لپاره جدي ګواښونکی ثابتېدلی شي، او ددې اغيز به له ترهګريزو پېښو لوی وي.

د کرونا ويروس يوه تازه پېښه له اسيا، امريکا او اروپا وروسته په افريقا کې هم ثبت شوه، چې د جمعې په ورځ مصري چارواکو په مصر کې په يوه بهرني کس کې د کرونا ويروس تصديق وکړ.

ددې ويروس څخه تر دې دمه څلور تنو له چين څخه بهر په هانګ کانګ، فيليپين، جاپان او فرانس هېوادونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د چين هوبای ايالت په ووهان سيمه کې له ديسمبر مياشتې راهيسې د کرونا «کوويد۱۹» په نوم ويروس خپور شو چې تر دې دمه ۲۶ نورو هېوادونو ته هم غځېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x