نظــر

د دلوې ۲۶مه او د افغانانو له قربانیو سره د وخت د مشرانو جفا

مولوي عبدالسلام ضعيف

د دلوې ۲۶مه، په حقیقت کې د کلنۍ (جنترۍ) له حسابه د نورو ورځو په ډول یوه عادي ورځ ده، ولی یاده ورځ داسي ورځ ده چې په ګران افغانستان کې د یونیم میلیون شهیدانو، معلولینو او قربانيو د وینو رنګ په همدې ورځ را برسیره شوی‌، او د افغانانو لویه قرباني وه چې د هغو افغانانو امیدونه یې را ژوندي کړل کوم چې د دي ورځې په انتظار یي ډیر کلونه شپې سبا کولي.

د کمونيزم سړي خوړونکي بلا، له افغانستان څخه د سرو لښکرو وتل، د پخواني شوروي اتحاد لپاره هغه ماته وه چې د روسانو د نړیوال ښکیلاک خوبونه یې ورته بي تعبیره کړل، تر دې چې د هغوی په خیټه کې هضم سوې ډيرهیوادونه هم د خپلواکۍ څښتنان سول.
له بده مرغه چې د جهاد د وخت یو څو خودخوا او پر قدرت مينو مشرانو د پردیو په لمسون د خپلمنځي تربګنیو د پاللو په رقابت کې، د قدرت او خودخواهیو د تندې د ماتولو له پاره په خپل جنون کې دومره غرق سوه، چې و دغو ټولو قربانیو ته یې شا کړه او د بې پروايې لته (لغته) یې ورکړه، د اسلامي نظام د راوستلو، د شهیدانو د ارمانونو د پوره کولو، د جهاد د سپيڅلو اهدافو د حاصلولو، د کونډو او یتیمانو د اوښکو د پاکولو، د معیوبینو په زخمونو د ملهم پټۍ ایښودلو، د هیواده د کلونو کلونو د مهاجرو د راستنولو او د يو سرتاسري امن د راوستلو پر ځای یې د لوړو او معنوي اهدافو احاطه؛ د قدرت او خودخواهۍ په تنګه دایره کې دومره را محدوده کړه چې هر څه یې د خاورو سره خاورې کړل، هیوادوال يې په خپلمنځي جګړو اخته، او د شورویانو تر ماتې وروسته، لا هم په ګران هیواد کې،  افغان – امریکا جګړه دوام لري.

د دي ټولو ناخوالو سره سره، افغانستان ته الله ج  دا افتخار ور په  برخه کړ چې د روسانو ښکیلاک یي دړې وړې کړ، دا (د سرو لښکرو د وتلو ورځ) زموږ د زرین تاریخ یوه روښانه ورځ ده او موږ ور باندي د تل له پاره ویاړو. لوی څښتن تعالی دي د دي  بل ښکیلاک (امریکا او ناټو پوځیانو) د ماتې او له ګران هیواده د وتلو ورځ هم ژر تر ژره  په موږ وویني، چې د ورځنیز ماتم، د دوی له جنایت او اشغال، او د پردي پرستو له شتونه هم خلاص سو، او د سوکاله، خپلواک او سوليېزهیواد وګړي واوسو.

د ټولو شهیدانو؛ کوم چې د الله ج د کلیمې د اوچتولو او د الله ج د قراني قانون د نفاذ له پاره یې ځانونه قرباني کړي دي، الله پاک دي د هغوی شهادتونه قبول کړي، د ټولو هغو افغانو چې په دغه لاره کې يې ځاني اومالي قربانی ورکړي دې، خدای ج دي د هغوی ټولې قربانۍ قبولي کړي، او د شهیدانو او قرباني ورکونکو ټولو د کورنیو پاتې شوو وروڼو او خویندو ته دي الله ج اجرونه ورکړي.

په پای کي د زړه له درده وایم، الله پاک دي هغوکسانو ته چې د جهاد له سپيڅلی نامه څخه په استفاده یې د نفاق او خپلمنځي جګړو پیل وکړ سخته سزا ورکړي او الله ج دي دوی که مړه دي که ژوندي وي د افغان ولس او مسلمانانو له حساب سره مخ کړي، که همدوی له هیواد سره، د شهیدانو د وینو سره، د کونډو او یتیمانو سره، په ټوله کې د جهاد او مجاهدینو سره دغه ډول خیانت نه وای کړی، خودخواهي يې تر اسلامي او ملي منافعو لوړه نه وای ګڼلي، ولي به د شوروي ښکیلاک یتیمو افغان کمونسټانو نن د مجاهد او جهاد په نوم پوري ملنډي وهلای؛ هغه افغان کمونسټان چې د هیواد د بربادۍ ټول مسؤلیت د دوی په غاړه وو او دی، همدوی وو چې پرون يې د روسانو او نن د امریکایانو په چوپړ کې د ګران هیواد او مسلمانانو پر ضد د پردیو له پاره فعالیت او خدمت کوي.

په اخر کي بيا هم دواړه لاسونه الله ج ته په ډیره تضرع سره لپه کوم چې:

يا الله ج! د امريکا ښکيلاک د وتلو سره؛ ټولو افغانانو ته، په ځانګړي توګه د سياست لوبغاړو ته درايت ورکړه چې بیا ځل د شوروي ښکيلاک د وتلو وروسته؛ پر هغه  مخکیني ډول انجام باندي مبتلا نه سو.

د سرلوړي، خپلواک او باثباته  افغانستان په هیله

ملا عبدالسلام ضعیف

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی احمد

ضعیف صاحب خہ درتہ معلومہ دہ چہ دمجاھدینو مشران دشطرنج مھری وی او لوب غاڑے نورکسان وو ھمدغہ سے طالب ھم دھم ھغہ تختہ مھری دی او دبل چا پہ لاس استعمالیگی بل خپل منزے جنگ تہ تیار اوسہ

جميل

هغه مولويان؟؟؟ چی غلام غنی ته عالم او بابا وايی همداسی بيسواده او احمق وی او الله تعالی همداسی ړانده ، کاڼه او ګنګيان کړیوی .

غوربندي

ملاصاب ته ولې خپلواکی غوښتونکو خوځښتونکو ته د شک په سترګه ګورې، جګړه خو ده خپل تر منځ، چې يو اړخ يې اشغالګر يانې پرون روسان او نن امريکايان راوستل، دا جنګ به تر هغه ادامه مومي تر څو چې د اشغال بقايا او د دوی قسم خوړلي ګوډاګيان له منځه نه وي تللي.

الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب ! لمړی ځل دی چه تاسی سره توافق نظر نه لرم مننه

A saeed

ده روس اشغال ده وخت جهادې مشران نا اهله خلګ ول
مونږ ورباندې خطاء سوه
مقدس مو جهاد وه او وېاړلې مې مجهاهد وه خو مشر انو جفاء وکړه
خو نن ورڅ زمونږ مشران مخلص او دېانتداره خلګ دې او مونږ ئ په قربانې او استعداد باندې وېاړو
الله ج دې حفاظت وکړې له هر دشمن څخه
امېن

الحاج استاذ بیانزی

مولوی صاحب الله ج دی ستاسی د ګوانتانامو او د مشرف ( بی شرف ) د غلامی اداری په لاسو ربړونه او امریکا ته تسلیمیدلو اجرونه الله ج درکړی. ستاسی خبرو سره سل په سلو کی توافق نظر لرم څه به زه هم ورسره زیات کړم: د برونو قلابی او نننو رشتونو رهبرانو توپیر : زه د هغو پرونو مشرانو سره له هماغه اول دړی دنګه ( جوانان مسلمان ) ورسره ملګری او تور ویښتان مو ورسره سپین شول. افغانستان د شوروی اتحاد سره اوږدی پولی لرلی او زمونږ د عیاشی او بیسواده پاچا سره یی نظامی لاسلیکونه لرل امریکایان… نور لوستل »

مولوی احمد

بیانزی ص امریکا یھود دی او غنی دیھود اولوش خور اللہ تعالیٰ ڈوالہ تباہ اور ھلاک کی خو زما دا خبرے یاد وساتہ چہ تقلبی او جعلی انجینر اصلی انجینر پیژنی او تقلبی داکتر اصلی داکتر ،حقیقت تریخ یی خود یو ورز نہ یو ورز ضرور خکاری خپہ نشی

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx