نظــر

د امریکا او پخواني شوروي اتحاد سره د سولې مذاکراتو ډیره لنډه پرتله

انجينر نظر محمد مطمئن

ما (لیکوال) د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۱۱ پړاوه مذاکراتو یادښتونه نیولي او په راتلونکې کې به یې ان شاء الله چاپ کوم، مګر ډیره جالبه داده چې کټ مټ هغه ټکې او اصلاحات د امریکا او طالبانو د مذاکراتو پر مهال وکارول شول، او امریکایانو کټ مټ ځینې داسي غوښتنې درلودلې، چې د افغان جهاد پر مهال د شوروي اتحاد استازو یې غوښتنه کوله، خو امریکا او پاکستان ورسره نه منله.

په ډیر لنډ وخت کې کټ مټ تاریخ تکرار شو، وایې:
کوهی مه کنه د بل سړي په لار کې، چیري ستا به د کوهي په غاړه لار شي.

۱ – کله چې د پخواني شوروي اتحاد سره د افغان جګړې اړوند په ژنیو کې مذاکرات کېدل، لویدیځ او پاکستان هڅه کوله چې سرې لښکرې په لږ وخت (۳ میاشتې) کې له افغانستان څخه ووځي، مګر اوس مهال امریکا او لویدیځ هڅې کولي چې د بهرنیو پوځیانو د وتلو لپاره ډیر وخت وي.

۲ – پخوا به د افغانستان اړوند مسایلو باندی امریکا په پېښور کې د مجاهدینو د رهبرانو نظرونو ته احترام درلود، او د کابل د هغه وخت رژیم د چارواکو نظرونو او خبرو ته یې غوږ نه نیو، خو اوس امریکا او لویدیځ د کابل حکومت نظریاتو ته؛ نظر د حکومت مخالفینو ته زیاته ترجیح ورکوي.

همدارنګه بهرنیان د افغانستان اړوند مسایلو کې د امریکا/ناټو تر حملې وروسته د ښار د خلکو خبرو ته غوږ ږدي، او د افغان – شوروي جګړي پر مهال به يې د کلي او اطرافو د خلکو خبرو ته غوږ نیوی.

۳ – د افغان جهاد پر مهال خلکو ته داسي معرفي شوي وه چې د ښار ټول خلک خرڅ شوي او د روسانو ملاتړي دي، مګر اوس برعکس، د افغان – امریکا جګړې پر مهال ویل کیږي چې د کلیو خلک د پاکستان لپاره کار کوي، کوم چې د روسانو د یرغل پر مهال همدا خبره پخوانیو افغان کمونسټانو کوله.

۴ – اوس مهال چې لویدیځ کومې سروې ګاني د افغان سولې او جګړې اړوند کوي، دوی ورته Snow Ball وایې، له هغو کسانو پوښتنې کیږي چې انګریزي یې زده وي، او په ښارونو کې اوسیږي.

خو کله چې روسانو پر افغانستان یرغل کړی و، هغه وخت بیا سروې ګاني په پېښور او یا کوټه کې د افغان مجاهدینو او د هیواد په دننه کې د کلیوالو او لیري پرتو سېمو د خلکو د نظرونو په اساس کیدي، کله هم د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال د افغان جهاد اړوند سروي ګاني د کایل او یا کندهار او یا هم نورو لویو ښارونو د خلکو د نظرونو به اساس نه دي شوې.

۵ – د ښار او کلي ښکاره توپېر شته، همدا اوس د بهرنیانو او افغان حکومت لخوا ټولې حملې په کلیوالو کیږي، بمبارد، شپنۍ چاپې، د کلیوالو وژنې، دا هر څه د کلي او ښار تر منځ واټن لا زیاتوي. مګر د روسانو سره د افغان جهاد پر مهال لویدیځ هر وخت دا راپور ورکاوه چې روسان او ګوډاګیان یې په کلیو ړندي بمبارۍ کوي او بې ګناه خلک وژني، برعکس د مجاهدینو د قومندانانو هغې مرکې یې نشر کولي چې په کابل او کندهار ښارونو یې راکټې بریدونه کول.

۶ – په ژنیو کې د شوروي اتحاد استازو له امریکا او پاکستان څخه غوښتل چې د سرو لښکرو د وتلو لپاره یو کال موده وټاکل شي، خو امریکا او پاکستان درې میاشتې وخت ورسر مانه، کله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نصرالله نوابزاده له شوروي اتحاد سره ومنله چې په ۶ میاشتو کې خپل پوځیان له افغانستان څخه وباسي، د امریکا لخوا د پاکستان مشر جنرال ضیاء الحق ته شکایت وشو، او نوابزاده له دندې ګوښه شو.

۷ – د ګورباچوب استازو په ژنیو کې وړاندیز درلود چې لومړی دی د مجاهدینو او کابل رژیم (ډاکټر نجیب الله) ترمنځ ملي روغه جوړه وشي، بیا به سرې لښکري له افغانستان څخه وباسي، خو امریکا او پاکستان ورته ویل چې لومړی دي سرې لښکري ووځي، بیا به بین الافغاني خبرې پېل کیږي.

امریکا کټ مټ همهغه تجربه تکرار کړه، غوښتل یې چې لومړی دي طالبان او افغان حکومت خبرې وکړي، او بیا به د بهرنیو پوخیانو د وتلو مهالویش اعلان کیږي.

۸ – درې کاله په ژنیو کې پر دي بحث و چې شوروی ا تحاد له امریکا او پاکستان غوښتل چې مجاهدین وینه توېدنه Bloodshed (تاوتریخوالی) ودروي، او د سرو لښکرو وتلو ته لاره هواره شي، خو له روسانو سره هغه وخت داخبره نه مجاهدینو، نه امریکا او نه هم پاکستان ومنله، بالاخره روسانو اعلان وکړ چې په یو کال کې به له افغانستان څخه خپلې سرې لښکرې وباسي.

۹ – په ژنیو کې د شوروی اتحاد د بهرنیو چارو وزیر ټینګار درلود چې د مذاکراتو پر مهال دي کابل حکومت د یو جهت او حقیقت په توګه ومنل شي، مګر امریکا او پاکستان استدلال وړاندي کاوه چې کابل رژیم مصنوعي جوړښت دی، او هغوی د افغانانو استازولي نه شي کولای، او په مذاکراتو کې یې د کابل رژیم ګډون ونه مانه.

امریکا ډیره هڅه وکړه چې درې اړخیز (افغان حکومت، طالبان او امریکا) ترمنځ د سولې مذاکرات وشي، مګر طالبانو ونه منله، او بالاخره دوه اړخیز (طالبان او امریکا) مذاکرات وشول، چې تر یو کال یې زیات وخت ونیو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه،
انجینر صاحب سلامونه.
دا ستا پرتله کولو څخه داسی معلومیږی چه، روسانو سره د جنګ په وخت کی سیاسی خبری او تګلاره ،ای،ییس،ایی پنجاب په مخه وړلی،
اوس هم عینا د طالیبانو سیاسی ،خبری ،ناستی میټګونه ای،ایس،ایی پنجاب منظم کوی ،لنډا دا چه ،
مجاهدینو وخت کی خبری او عقل د ایی،ایس،ایی،پنجاب.
اوس طالیبانو وخت کی هم هر څه د پنجاب،
سره په وینو لاسونه د مجاهدینو.او طالیبانو،ډالر،ایرو ،جمع کول د پنجاب،

مولوی احمد

انجینر ص زما ژڑا ھمدغہ شی تہ دی چہ دوی مستقل ندی غلامان دی او بیا زینی دوستان ماتہ پدی خبرہ دیھود او غنی معاش خور وایی ولاحول ولا قوت الا باللہ

اجمل

مطمین صیب: ستاسو لیکنه په صریحه توګه دا جوته وی چی پاکستان هغه وخت هم مستقیمآ د افغان په جنګ کی ښکل وی او پر مجاهدینو یی خپل رسوخ او اثر درلود او اوس هم همداسی ده چی طالبان بغیر د پاکستان یا آی اس آی پرته نه څه کولاشی او نه هم د مذاکراتو توان لری.

A saeed

ده ازادې اتلانو ،هغه تارېخ شه په ېاد ده
ده امرېکا روس او پاکستان معنافقت او ظلم ئ هم په ېاد ده. څکه په چا اعتبار نه کوې نه په عرب نه په پاکستانې.???
هلته خبرې ده امرېکا روس او پاکستان تر منڅ وې او ده افغانانو په سرنوېشت ئ خبرې کوئ ???
خو الحمدالله !
ده ازادې اتلان هېچا ته ده افغان ملت په سرنوېشت کې چا ته ده خبرو اجازه نه ورکوې
لکه پاکستان معنافق او داسې نورو ته
مستقېم له دشمن سره ده مېز په سر ده افغانستان په اړه خبرې کوئ.
ده نجېب حکومت ده خبرو حق نه درلو او نه ده کابل اداره دا حق لرې څکه چی دواړه ګوډاګېان ول او دې ،خو بدبختانه په هغه وخت کې زمونږ په نمائېندګې پاکستان معنافق خبری کوې او زمونږ نااهله جهادې مشران په پشاور کشې ناست ول
خو مننه کوه ده اسلامی امارت ده مشرانو له مېړانې تدبر حکمت اوڅرګتېا څخه چی هر ځه په خپله مدېرېت کوې
نه په عرب نه په پاکستانې اعتبار کوې او نه اجازه ورکوې چی څه مداخله وکړې
خبرې ده افغانانو او امرېکېانو تر منڅ په مخ روانې دې
ده برېاء په هېله ئ
الله ج
دې ده مظلومو افغانانو مل سې
امېن ېارب

الحاج استاذ بیانزی

انجینر صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی !
د تقدیر لیکنه ده لکه ستاسی په شان ځینو ورونو ته یی ځانګړی وړتیاوی او پیاوړتیاوی ورپه برخه کړی وی الله ج دی ستاسی دغه وړتیاوی لا زیاتی او مونږ ته دی هم ستاسی په شان وړتیا هم په برخه کړی

ستاسی ښکلی مقایسه می ډیره خوښه شوه لکه څوک چه له اصلی چاپیریال څخه حقایق کماحقه بیانوی زه به له یوی بلی زاویی هم څه ورسره زیات کړم او هغه دا چه:

نظم نوین جهانی دجالی هم د دوست او هم د دشمن سره پخی اړیکی ساتی. دغه څو ایزمونه چه یی مونږ نړی کی مشاهده کوو لکه ( کمونیزم، کاپیتالیزم، نشنلیزم، سکولریزم او داسی نور ایزمونه ) ټول د یوی دموکراسی بچیان دی کیفیت او دنده یا مسولیت کی سره توپیر لری.
د مثال په ډول کمونیزم ( د ټولنی خدایی ) د کاپیتالیزم ( د فرد خدایی ) سره په استثماروی تاکتیک کی توپیر لری چه مظلوم بشریت د کومی فتنی په مټ استثمار کړی. نشنلیزم کوم فوق العاده اقتصادی سیستم نه دی د هیوادو او ټولنو د ویشلو د پاره کارول کیږی، سکولریزم د هغه حکومت تشکل ته وایی چه ادیان پکی نفی شوی او دموکراسی د هغه هیواد یا ټولنی دین او نظام وی.

دا د تبصری د پاره لوی بحث دی. روسان په شکاره مات مګر اصل کی یی زمونږ هیواد امریکایانو ته په دی شرط وسپارلو چه روسان او افغانی کمونستان به هم د نظم نوین جهانی تر قوماندی لاندی د الهی نظام د بدنامولو د پاره امریکایانو سره په بین الافغانی جنګ او دوهم اشغال کی لاس اړونه لری یعنی نظم نوین جهانی دوه قطبه نړی په یوقطبه بدله کړه د همدی امله روسانو د دی په ځای چه له امریکایانو په افغانستان کی غج واخلی برخلاف لاسه اړونه یی ورسره لرله او لری روسانو ته یی په سوریه کی کریدت ورکړو یعنی له دی وروسته به د تقابل په ځای استعماری ګټی سره ویشی . مننه

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close