نظــر

شورويان چا وويستل؛ څو پوښتنې!

وحیدالله مصلح

شورويان چا/ګوند راوستي وو او د څه لپاره؟ او نجيب په دغه ګوند کې څه نقش لرلو؟

نجيب د شورويانو په حکومت کې کوم ډاکټر و او که د خاد رئيس او د لسګونو زرو افغانانو قاتل؟

په افغانستان کې د شورويانو دوست (لاسپوڅى) حکومت او سړي څوک وو؟ يو لاسپوڅى ولسمشر او حکومت څنګه کولاى شي چې خپل بادار وباسي؟

له شورويانو سره نجيب، پرچم ګوند او د نجيب اردو او ملېشو په کوم ځاى کې جنګ کړى؟

له شورويانو سره جنګ چا کړى؟ څومره ووژل شول؟ څومره زخميان شول؟ او دې جګړې يې اقتصاد څومره ژوبل کړ؟

شوروي جنرالان خپله وايي چې نجيب زمونږ د پاتې کېدو هڅې کولې، نو تاسو ولې د حقيقتونو د پټولو هڅه کوئ؟ او ولې حقيقتونه نه شئ زغملى.

اصلاً نجيب په مسکو کې د ګورباچف د نويو سياستونو د تطبيق لپاره په کابل کې کېنول شوى و، که تاسو فقط دا تاريخي سندونه ولولئ چې شورويانو ولې ببرک کارمل لرې کړ او نجيب يې ولې او د کومو موخو لپاره دحکومت او ګوند پر مشرۍ کېنولو خپله به د نجيب د بلى صيب (Да сэр) او اوکى (Ладно) پر منطق پوه شئ.

يو شمېر دا وايي چې د شوروي اقتصاد مات و، خو دا نه واي چې د افغان شوروي درنې جګړې دا اقتصاد څومره زورور مات کړ، دوى له خپلو ځانونو ولې نه پوښتي چې مسکو ولې داسې مرحلې ته ورسېد چې هغوى يې تحفظ ته له افغانستانه پښې سپکې کړي؟

د دلوې تر شپږويشتمې وروسته پېښې د نقد وړ دي، داخلي جنګونه د يوې بلې مرحلې چنايتونه وو چې راستيان او چپيان ټول په کې راښکېل وو، خو په کوم منطق دغه مرحله او يا د کابل د حاکم نظام د ړنګولو پلان د شورويانو د “ويستلو” او “وتلو” توپير وټاکي؟ دا هر څه خو د شورويانو تر ويستلو وروسته پېښ شول.
دا چې نن هغوى نړۍ کې عزتمن ژوند لري او مونږ ذليل دا نو د شورويانو تر ويستلو وروسته د بلې بې ظرفيتۍ پيل و چې له بده مرغه د جهاد بېلابېلو مشرتابه په کې د حکومتولۍ وړتيا ونه ښوده، دوى د جنګ نه وروسته مرحلې لپاره اصلاً امادګي نه لرله… دوى د مدارا، زغم، يو بل منلو او سياسي پلورالېسم پر شديد فقر اخته وو او پاى په کې د ازادۍ پر مخ د داخلي جنګونو پېړې پردې وغوړېدې…

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
سلامونه مصلح صاحب،
سټی کنډو پکتیا ګردیز څخه کله کله جرمن ته لاړ شم.جرمن برلین ښار کی ګورباچوف سره ملاقات وشو،فروان وخت ورسره وه .دا ستا په شان پوښتنی می هم ورڅخه وکړی،ګورباچوف په دا باره او پوښتنی باندی ډیر وغږیده ،خو لنډیز یی دا وه چه،
زموږ د شوروی اتحاد ملا د امریکا سټینګر توغندیو ماته کړه،
البته دا خبره تقریبا څو کاله پخوا ماته کړی وه،

جميل
میلمه
جميل

غمی جانه ! اوس ولاړ سه امريکی ته له ټرمپه وپوښته چی ستاسو ملا افغانانو په څشی درماته کړه .
که يی درته وويل چی د الله اکبر په ملکوتی نعرو ، نو بيايی مه پټوه .

Back to top button
Close
Close