
محکمې د منظور پښتين ضمانت منظور کړی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د پښتون ژغورنې غورځنګ سرچينې او د منظور پښتين مدافع وکيل ويلي، محکمې د ښاغلي پښتين ضمانت منظور کړی او د هغه د خوشې کولو امر يې کړی دی.
د منظور پښتين مدافع وکيل رسنيو ته ويلي، محکمې د سل زرو کلدارو په ضمانت اخيستو د منظور پښتين د خوشې کولو امر کړی او ټاکل شوې وه، چې نوموړی نن شنبه خوشې شي، خو لا هم تر اوسه د هغه د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د تېرې جنورۍ په ۲۷ نېټه د پېښور تاکال سيمه کې د پوليسو له لوري نيول شوی او د ډېره اسماعيل خان پولیسو ته سپارل شوی و.
پر ښاغلي پښتن تور و، چې تېره مياشت يې ټانک سيمه کې يوې ولسي جلسې ته د وينا پر مهال د پاکستان د اساسي قانون له منلو انکار کړی او ياد قانون ته يې سپکاوی کړی و.
خو د ښاغلي پښتين مدافع وکيلانو او پښتون ژغورنې غورځنګ د نوموړي نيول غندلي او پر هغه لګېدلي تورونه يې بې بنسټه بللي وو.
تر اوسه د منظور پښتين د ضمانت او خلاصون په اړه د محکمې رسمي پرېکړه نه ده صادره شوې او نه يې هم د خلاصون په اړه څه ويل شوي دي.
د منظور پښتين له نيول کېدو وروسته د پاکستان سربېره په ډېرو هېوادونو کې د هغه په ملاتړ لاريونونه شوي وو او له پاکستانه يې د پښتين د خوشې کولو غوښتنه کړې وه.