افغانستان

د امريکا دفاع وزير: د جګړې تشدد کمولو د پيل کره نېټه لا نه ده روښانه، خو ور نږدې يو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امريکا دفاع وزير مارک ايسپر ويلي، له طالبانو سره د جګړې تشدد کمولو د پيل کره نېټه لا هم نه ده روښانه، خو ور نږدې يو.

د امريکا سي ان ان تلويزون او نورو رسنيو د مارک ايسپر له قوله ليکلي، له طالبانو سره د سولې تړون د خطرونو سربېره له هيلو هم ډک دی.

دفاع وزير زياته کړې، چې له طالبانو سره په ډېرو خبرو هوکړې ته رسېدلي، خو اوس يې خپرول مناسب نه بولي.

د مارک ايسپر په باور که له طالبانو سره د سولې تړون وشي، دا به ښايي له افغانستانه د ټولو امريکايي عسکرو د ايستلو لامل شي.

دفاع وزير وايي، د دوی ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ ډېر بحثونه شوي او اوس په افغانستان سولې ته رسېدل يو ښه چانس دی.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو، دفاع وزير مارک ايسپر او د ملي امنيت سلاکار رابرټ اوبراين سربېره يو شمېر لوړپوړو امريکايي چارواکو له طالبانو سره روانې خبرې هيله بښونکي بللي او وايي، چې ښايي په راتلونکو لنډو ورځو کې له طالبانو سره يوې هوکړې ته ورسيږي.

که د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي، په لومړي پړاو کې به د طالبانو پنځه زره بنديان ازاد شي، د امريکايي پوځيانو وتل به پيل او د تړون له لاسليک وروسته به بين الافغاني خبرې پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

په شرمو وشرميږی ! دا خو واضح او روښانه نسی ويلای چی ماته مو وخوړه او طالبانو مجبوره کړو چی ماته ومنو او لدی هيواده پښی سپکی کړو او په تيښته بريالی سو . بل داچی غلامان بايد پدی پوه سی چی د دوی باداران چی زور او زر يی تر دوی بيشميره ډير و وتيښتی ته اړ سوی ، سبا بل سبا ټوله تښتی ، نو تاسی بيهمته به په څه ځانونه ټينګ کړی ، او نه به هم تاسو مجرمو ، خاينو او مفسدو سره څوک د سولی خبری وکړی ، تاسی به يوازی د ولس و رحم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x