روغتیا

چینایي چارواکي: کرونا ویروس مخ پر کابو کېدو دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): چینایي چارواکي وایي، د کرونا ویروس چې رسما کووید-۱۹ نوم ورکړل شوی په ټولیزه توګه کابو شوی دی.

ددې هېواد د بهرنیو چارو وزیر (وانګ یي) وایي، «د هوبای ایالت نه بهر په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۱۱ ورځو راهیسې په پرلپسې ډول کم شوی دی».

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي که څه هم د کرونا ویروس په چین کې وژونکي دی خو بهر په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ډیر نه دی تر سترګو شوی.

ښاغلی وانګ یي وایي، په پراخه کچه پر کرونا ویروس د اخته ناروغانو شمېر مخ پر رغېدو دی.

که څه هم ددې ویروس څخه د وژل شویو شمېره له ۱۵۰۰ کسانو لوړه شوې خو چینایي چارواکي باوري دي چې ډیر ژر به یې د خپریدو مخه ونیول ونیسي.

چارواکي دا خبر داسې مهال کوي چې د جمعې په ورځ پر کرونا ویروس ۲۴۳ نوي کسان اخته شوي او ۱۴۳ نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، تر دې مهاله د اخته کسانو شمېره له ۶۳زرو پورته ده.

تر دې دمه له چین څخه بهر کرونا ویروس ۴ تنه وژلي دي، چې لومړی فیلیپین، جاپان، هانګ کانګ او پرون د جمعې په ورځ په فرانسه کې پېښې ثبت شوي دي.

چینایي چارواکو امر کړی چې د دې هېواد پلازمینې بیجینګ ته ورتلونکي کسان به لومړی ۱۴ ورځې قرنطین کېږي او د سرغړونې پرمهال یې د سزا ګواښ کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x