نادري ناولده

د درغلۍ په تور د مالټا هېواد تر نیمایي زیات ترافیکي پولیس نیول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په کوچنۍ ټاپو مالټا هېواد کې تر نیمایي زیات ترافیکي پولیس د درغلۍ او فساد په تور نیول شوي دي.

یوه نامعلوم کس د ترافیکي پولیسو ټول رازونه افشا کړل چې دوی د اضافي وخت کار کولو جعلي اسناد وړاندې کړي وو.

په زړه پورې خبره دا ده چې په شکمنو کسانو کې د ترافیکي پولیسو مشر هم شامل دی.

د مالټا حکومت چې ټولټال ۵۰ ترافیکي پولیس لري، ۳۷ یې د درغلیو او فساد په تور نیول شوي دي.

مالټا یو اروپایي کوچنی طبیعي ټاپو دی، مګر په دې ټاپو کې درغلي او فساد عام دی، په ځانګړي ډول سیاستوال او سوداګریز خلک په دې کې ښکېل دي.

د درغلۍ او فساد په تور نیول شوی د ترافیکي پولیسو مشر والټرا سپټایري له نیول کېدو وروسته استعفا وړاندې کړه، بل لوري ته په ګڼ شمېر پولیسو او پولیس افسرانو تور دی چې دوی د درغلۍ له لارې له خلکو پيسې ټولې کړي او په خپلو موټرونو یې استعمال کړي دي.

باید وویل شي چې یوه نامعلوم او مستعار کس د پولیسو کمشنر ته د ثبوت سره خط لیکلی و چې ترافیکي پولیس په هر ډوله فساد کې دخیل دي، له هغې وروسته حکومت ددوی د نیولو پریکړه کړې وه چې اوس به محکمې ته وړاندې کیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close