افغانستان

اشرف غني: ځواکونه مو د دفاع وړتیا لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې په قطر کې طالب او امریکایي مذاکراتي ټیمونه شېبه په شېبه د توافقنامې د لاسلیک لور ته نږدې کېږي او داسې تمې شته، چې ښايي ددې توافقنامې په تعقیب بهرني ځواکونه په یوه مشخص وخت کې له افغانستان څخه ووځي، د ګډ حکومت مشر اشرف غني وایي، د امریکایي ځواکونو کموالی به په سیمه کې په روان وضعیت ناوړه اغېزه ونکړي؛ ځکه په خبره یې، افغان ځواکونه د هیواد او خلګو د دفاع وړتیا لري.

غني دغه څرګندونې، د امریکا د سنا له غړو سره د مونیخ کنفرانس په څنډه کې د ناستې په مهال وکړې.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي «جمهوررئیس د حکومت د اقتصادي برنامو او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمولو او له هغې وروسته په سیمه او افغانستان کې د وضعیت د تغییر د څرنګوالي په اړه ځواب ووایه او وې ویل، نن افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ۹۴ سلنه عملیات ترسره کوي او زموږ ځواکونه دا وړتیا لري چې د خپل وطن او خلکو دفاع وکړي.»

غني ددې تر څنګ سولې ته د رسېدو په خاطر د فرصتونو په درست تحلیل او د امریکا او افغانستان ګټو ته د ګډو ګواښونو په له منځه وړلوکې په مشترکه مبارزه ټینګار کړی.

نوموړي زیاته کړې «موږ تر اوسه هم تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان له لوري د پام وړ او عملي اقداماتو شاهد نه یوو او د طالبانو پټنځایونه لا هم یوه معضله ده چې باید ورته پاملرنه وشي.»

غني داسې مهال د خپلو ځواکونو د وړتیاوو په برخه کې امریکا ته د ډاډ ورکولو هڅه کړې، چې یو شمېر شنونکي باور لري، حکومتي ځواکونه له بهرنیانو پرته خپل ځانونه د جګړې په ډګر کې ټينګولای نشي او ښايي له هغوی پرته ډېر زر له پښو ولوېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا ###خو د اشغلګرو سپیکر یا ویاند دی څه چه ورته ویل شوی هماغه وایی منل او نه میل یی د پوهه او ناپوهو خلکو پوری اړه لری .
مونږ پخوا هم د غنی ( غویی ) دا دوره د نجیب ( ګاو ) له دوری سره کت مټ ورته والی لری امریکایان به د شوروی او غنی به دنجیب د برخه لیک سره مخ کیږی. انشالله
دا چه غنی د غلامی اداری د غلام فوځ د وړتیا یادونه کوی دا د عسکرو د سمدالاسه مورال د رالویدو د مخنیوی د پاره وایی . د غنی غلامه اداره هغه هوایی ودانی چه د امریکا په اوږو ولاړه ده د امریکا اوږی خالی کول به دغه ودانی په زمکه دړی وړی پرته وی انشالله

انتی شیطان

###نو خو بیا کفار وشڑہ کہ ھمت درکی وی!!!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close