
خلیلزاد: د بریا ضمانت هیڅوک نشي کولای؛ خو موږ باید خپله هڅه وکړو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» په قطر کې له طالبانو سره تر اوږدو مذاکراتو وروسته جرمني ته رسېدلی او هلته یې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ناټو او امریکا له ګڼو چارواکو سره په افغان سوله خبرې کړې.
خلیلزاد د یو شمېر ناټو او امریکایي چارواکو سره خپل ګډ انځورونه په ټویټر خپاره کړي، د افغان سولې له پروسې یې د هغوی ملاتړ ستایلی او وړاندې یې لیکلي « د بریا ضمانت هیڅوک نشي کولای؛ خو موږ باید تر خپله وسه هڅه کوو.»
We all know success is not guaranteed but we all believe we must do our best.
I appreciate the overwhelming support here for the #AfghanPeaceProcess. pic.twitter.com/8WE3X3psRo
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) February 15, 2020
خلیلزاد ددې تر څنګ د ګډ حکومت له مشر سره هم لیدلي او په تړاو یې کاږي « خوښ یم، چې اشرف غني وینم، موږ دلته د تاوتریخوالي د کمېدو او د سولې پروسې د همه شموله کولو په فرصت خبرې وکړې، موږ له ټولو افغانانو هیله لرو، چې دوی به د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو په برخه کې دا فرصت غنیمت وبولي.»
Good to meet with Pres @AshrafGhani again today in #Munich. We spoke about the opportunity of this reduction in violence & the imperative of preparing for an inclusive #AfghanPeaceProcess. We urge all Afghans to seize the moment & end the misery of more than four decades of war. pic.twitter.com/71qy5CSSsI
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) February 16, 2020
خلیلزاد وروسته له هغه، د سولې په برخه کې د بشپړې هڅې خبره کوي، چې په قطر کې یې ټیم له طالبانو سره هوکړې ته په رسېدو ښکاري او تمه ده په نږدې راتلونکې کې د دواړو لورو تر منځ د توافقنامې په لاسلیک د پېچلې مذاکراتو دا لړۍ د افغانانو په خپلمنځي خبرو ورتم شي.
د افغانستان په نیمه پیړی بد بختیو یا بدمرغیو کی همدغه ګوډ شیطان ( خلیلزادد ) لاسونه او پښی تپوی زه باور لرم چه خلیلزاد او یهودی میرمن یی د نظم نوین جهانی غړیتوب لری امکان لری چه هغه غړیتوب یی کرزی ( مداری ) او غنی ته هم ورکړی وی . د سپتمپر فاجعی جوړول او کارول د نړیوالی شانشاهی پیلامه وه بوش د ( ال ګور ) په مقابل کی بایللی مګر بوش د نظم نوین جهانی په زور چه د سپتمبر په رازونو کی باوری سړی وو جمهور ریس جوړ شو ، پلان هم دا وو چه… نور لوستل »
خليلزاده ! دا جګړه څلويښت کلنه نه شل کلنه ده ، هغه امن چی شل کاله مخکی په ګران افغانستان کی و ستاسو د امريکی په ټول تاريخ کی نه و ، ګډیوډی خبری مه کوه ، تاسی وحشيان د طالبانو د ماتولو او د افغانستان د نيولو لپاره راغلی واست خو په دواړو کی مات او ناکام سولاست ، چی هرڅه وکړی خپله ماته نسی پټولای . طالبان ، افغان ولس او د ټولی نړی آزاد خلګ به تل همدا پيغور درکوی چی ميړنی او مجاهد ولس دا جګړه وګټله خو ظالمی امريکی او بيهمته نړيوال ملاتړو يی بايلوله… نور لوستل »