افغانستان

حکمتیار: د افغانستان دننه د سولې د بهیر د سبوتاژ هڅې کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي مشر «ګلبدین حکمتیار» وایي، په قطر کې طالبان او امریکا د توافق لور ته نږدې شوي ښکاري؛ خو په افغانستان دننه بیا ځیني هڅه کوي، د سولې بهیر ګډوډ کړي.

حکمتیار دغه څرګندونې له افغانستان څخه د شوروري ځواکونو د وتلو په مناسبت جوړې شوې ناستې ته په کابل کې کړې، نوموړي ویلي « په قطر کې طالبان او امریکا توافق ته رسېدلي ښکاري؛ خو په افغانستان کې نه یوازې دا چې د بین الافغاني مذاکراتو په برخه کې سیاسي اجماع شتون نلري؛ بلکې ځيني هڅه کوي د سولې بهیر سبوتاژ کړي.»

د  حکمتیار په خبره، د شوروي ځواکونو د وتلو په مهال هم په افغانستان کې اوسني وضعیت ته ورته حالت شتون درلود او ارګ مېشتو هغه مهال شوروي ته د خپلو عسکرو د پرېښودلو زارۍ کولې.

نوموړي ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې د سولې او اسلامي عدالت، ثبات او همپالنې او دولت جوړوونکي ټیمونه او هغه سیاستوال چې د حامد کرزي په مشرۍ راټول شوي، باید اجماع ته ورسېږي او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره یوه واضح طرحه ترتیب کړي.

د حکمتیار په قول، تر اوسه نه د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره ټیم تشکیل شوی او نه هم دا څرګنده ده، چې کوم بنسټ او یا کوم فرد به دا پلاوی ټاکي.

نوموړي د سولې لپاره اوسنی راغلی فرصت غنیمت بللی او په خبره یې، که له دې فرصت څخه سمه استفاده ونشي له هغه حالت سره به مخ شو، کوم چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې وو.

حکمتیار داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو د پلاوي د نه تشکیل خبر ورکوي، چې حکومت بیا وايي، ټیم یې ان شپږ میاشتې وړاندې ټاکلی.

بل لور ته سیاسیون او د حکومت دوهمه نیمه برخه «اجرائيه ریاست» بیا وایي، د ټیم په تشکیل کې له دوی سره هیچا مشوره نه ده کړي؛ نو ځکه د ارګ له لوري جوړ شوی ټیم د منلو وړ نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

کشکی تاسی هماغه حکمتیار واست چه د سوړ جنګ د غلامی تړون تر لاسلیک کولو د مخه ( دوه دری کاله ) واست

کندهاری

د سولي په راتلو سره ډېر کسان خپلي ګټي، امتيازونه، عياشۍ او فحاشۍ په خطر کي ګڼي او ان ډېر يې خپله چاړه په اوبو کي ويني، ځکه نو سخت لګيادي چي په يو ډول نه يو ډول دا پروسه د ناکامۍ سره مخ کړي. د دغو عناصرو په سر کي پر واک مجنون صفته عاشق اشرف غني، امر الله صالح، نامتو مفعول او د دوی دار ودسته د سولي سره داسي حساسيت لري، لکه شيطان چي يې د اذان يا د قرآن سره لري. دا ډېر نور هم چي اوس پر غورځنګ راغلي دي يوازنۍ موخه يې ځاني ګټو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x