ایپل په چین کې د کرونا ویروس له کبله تړلي دفترونه پرانیستي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د نړۍ مشهور ټکنالوژي شرکت ایپل په چین کې د کرونا ویروس له کبله خپل بند کړي دفترونه پرانیستل پېل کړي دي.

د بهرنيو خبري اژانس د راپورونو سره سم ایپل شرکت د چین په مرکزي ښار شنګایي کې خپل دفترونه پرانیسي، خو ددې لپاره یې ورځنی وخت محدود کړی دی.

امریکایي شرکت ایپل د چین په پلازمینه بیجنګ کې هم له ۱۴ فروري څخه د تړلو دفترونو او پرچون پلورنځیو د پرانیستلو اعلان کړی و.

د یادونې ده چې ایپل شرکت په چین کې د کرونا ویروس په خطرناکه کچه خپریدو له کبله خپل دفترونه د ټاکلې مودې لپاره تړلي وو. د ایپل سربېره ګوګل، سامسنګ او ګڼ شمېر نورو نړیوالو شرکتونو هم خپل دفترونه تړلي دي.

د جمعې په ورځ د فروري په ۱۴مه نېټه د چین د بهرنیو وزارت ویلي وو چې دغه ویروس نور مخ په کابو کېدو دی، او اخته شوي ناروغان له جوړیدو وروسته کورونو ته استول کیږي.

د چین د ملي روغتیا ادارې په وروستی راپور کې د کرونا ویروس له کبله د مړینو شمېر له ۱۶۰۰ پورته ورکړی او پر دې د اخته کسانو شمېر له ۶۶زرو پورته ښودل شوی دی، په تیرو څلورویشتو ساعتونو ۱۸۴۳ نوې پېښې ثبت شوي دي.

باید وویل شي، د چین سربېره په ۲۶ نورو هېوادونو کې هم د یاد ویروس پېښې ثبت شوي دي، تر دې دمه له چین څخه بهر د کرونا ویروس له کبله ۴ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close