د ملګرو ملتونو سرمنشي په رسمي سفر اسلام اباد ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس د افغان کډوالو په تړاو نړيوال کنفرانس کې د ګډون او پاکستاني چارواکو سره د ليدو لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی دی.

د پاکستان دولتي راډيو ټلويزون ويلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي د خپل ماموريت له پيله د لومړي ځل لپاره اسلام اباد ته په رسمي سفر رسېدلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي منير اکرم او د بهرنيو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو د اسلام اباد په نور خان هوايي ډګر کې د انټونيو ګوټريس هرکلی وکړ.

انټونيو ګوټريس پاکستان ته له رسېدو مخکې په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي و: «په نړۍ کې د سوله ييزو هڅو په اړه پاکستان د ملګرو ملتونو تر ټولو غښتلو او باور وړ هېوادونو څخه يو دی.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي ويلي: «زه پاکستان ته ځم، تر څو د سولې لپاره د فعاليت کوونکو مننه وکړم.»

نوموړی به په پاکستان کې د افغان کډوالو د څلوېښتو کلونو د پوره کېدو په مناسبت د کډوالو نړيوال کنفرانس ته هم وينا وکړي.

د انټونيو ګوټريس وياند سټيفن دوجريک په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې رسنيو ته ويلي، د روانې فبرورۍ په ۱۷مه د کډوالو په مناسبت اسلام اباد کې دوه ورځنۍ غونډه ترسره کيږي او دا د دې ښکارندويي کوي، چې پاکستان يو سخي هېواد دی او څلوېښت کاله يې لکونو افغان کډوالو ته پر خپله ځمکه ځای ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي به د پاکستان لومړي وزير عمران خان، ولسمشر عارف علوي، د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي او نورو لوړپوړو چارواکو سره هم وګوري.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close