نړۍ

يمن: د سعودي ايتلافي الوتکو په بريد کې ۳۱ ملکيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): يمن کې د سعودي په مشرۍ د ايتلافي الوتکو په تازه بمباريو کې لږ تر لږه ۳۱ عام خلک وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.

په يمن کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې ويلي، دا بریدونه تېره شپه د پلازمېنې صنعا په شمال الجوف نومې سيمه کې شوي دي.

تېره ورځ حوثي ملېشو ويلي، د سعودي يوه ايف ۱۶ ډوله جنګي الوتکه يې نسکوره کړې ده.

د رپوټونو له مخې سعودي د يادې الوتکې له نسکورېدو وروسته د حوثيانو پر مرکزونو د بمباريو خبر ورکړی، خو قربانيان يې ټول ملکيان دي.

د سعودي رسمي خبري اژانس د چارواکو له قوله ويلي، د سعودي متحدينو يوه الوتکه په يمن کې نسکوره شوې، خو د نسکورېدو لامل او د عملې د مرګ ژوبلې په اړه يې تر اوسه څه نه دي ویلي.

حوثيانو په يوه خپره کړې ويډيو کې ويلي، د سعودي په مشرۍ ايتلافي جنګي الوتکه يې د پرمختللي توغندي په مرسته ويشتې او نسکوره کړې ده.

د حوثي ملېشو وياند محمد عبدالسلام ویلي، الجوف سيمه کې د سعودي ايف ۱۶ الوتکې له نسکورېدو وروسته يو ځل بيا بمبارۍ شوي دي او ټول قربانيان يې ملکيان دي.

په يمن کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې مشر ليزې ګرانډې ويلي، د سعودي الوتکو بمبارۍ خطرناکې او ويجاړوونکې دي او ډېری قربانيان يې ملکي وګړي دي.

حوثي ملېشې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د پلازمېنې صنعاء سربېره پر ډېرو ښارونو واکمن دي، د سعودي په مشرۍ د عربو هېوادونو ايتلافي الوتکې پرې ځمکنۍ او هوايي حملې کوي، خو تر اوسه يې کوم پاموړ پرمختګ نه دی کړی.

د ملګرو ملتونو د رپوټونو له مخې د دغې جګړې ډېری قربانيان ملکي وګړي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close