نړۍ

اشرف غني: سوله د کابل او واشنګټن ګډ هدف دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د ميونخ امنيتي کنفرانس په څنډه کې له امريکايي سناتورانو سره د افغانستان روانې جګړې د پای ته رسېدو او سولې په اړه خبرې کړي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، اشرف غني له امريکايي سناتورانو سره په خبرو کې ويلي، د افغانستان ولس او حکومت په ګډه له امريکا سره د سولې لپاره هلې ځلې کوي او د سولې راوستل د کابل او واشنګټن ګډ هدف دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خپرې کړې اعلاميې له مخې اشرف غني له امريکايي سناتورانو سره د سولې سربېره د دوه اړخيزو همکاريو، پراختيايي پروژو او له کابل سره د واشنګټن په دوامداره ملاتړ خبرې کړي دي.

اشرف غني له دغې ناستې وروسته په ميونيخ کې رسنيو ته وويل، چې موږ بايد د سولې روانې پروسه کې احمتالي ګواښونو ته متوجه اوسو او د سولې د هر ابتکار او لاسته راوړنو هرکلی کوو.

د سولې خبرو کې د پاموړ پرمختګ سربېره هم اشرف غني امريکايي سناتورانو سره په خبرو کې اندېښنه ښکاره کړې، چې لا هم افغانستان، امريکا او ټوله نړۍ د ترهګرۍ له خطر سره مخ ده.

اشرف غني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې پاموړ پرمختګونه شوي.

امريکايي چارواکي وايي، له طالبانو سره د سولې تړون ته نږدې شوي دي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، ښايي تر راتلونکو دوو اونيو له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک او د امريکايي پوځيانو د وتلو لړۍ هم پيل شي.

د امريکا دفاع وزير مارک ايسپر هم ويلي، کېدای شي د امريکا او طالبانو تړون د ټولو امريکايي پوځيانو د وتلو لامل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

نجيب ## هم په پای کی همدا شخوندونه وهل ، هغه خو لا يوڅه آيتونه او حديثونه هم زده کړيوه چی ځان مسلمان وښيی ته تر هغه لوی منافق غلام خو له هغه سختی عقدی او دښمنی سره چی د دين سره لری هغه هم نه زده کوی چی ځان مسلمان وښيی .
د الله سبحن تعالی څخه داسی وخت غواړو چی کفری مالکان مو وتښتی او تاسی ټوله پر خالی ډاګ پريږدی بيا نو ګوری دا سيل او تماشا .

عبدالواحد

داسی هیڅ هوکړه افغان ملت ته دمنلونده چه کمونسټ کافران دخلک اوپرچم جنایت کاره دخپل ملت پاتیشونی قاتلان دی دافغانستان حاکمان پاته سی ټول مجرمان حطمی باید محاکمه اوپه دارسی:عبدالواحد اڅګزۍ

الحاج استاذ بیانزی

تر غلام کرزی بل ## او ## انسان نشته او که وی هغه به غلام غنی او ګود شیطان خلیلزاد وی. لمړی حمهور ریس ( لمړی متفکر ) باید خلیلزاد وی د همدی امله یی یهودی میرمن ( برنارډ ) چه د نظم نوین جهانی غړیتوب لری انتخاب کړی وه مګر شاهین د کرزی په اوږه کیناست کرزی هم د لوړپوړو غلامانو په لست کی وو . که یی په اړه دلایل لیکم تبصره اوږدیږی. مګر خدایی کرزی تر تولو لوی مداری وو که کرزی نه وو دوی اشغلګر به موفق شوی هم نه وی مګر د کرزی سره ګوډ… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x