نظــر

عجبه سپین سترګي ده!

زکريا ميوند
پرون ورځ د دلوې ۲۶ نېټه وه، هغه ورځ چې یو غریب او په مادي لحاظه یو کمزوری خو یو باعزمه ، نه ماتېدونکې ارادې او له شهامته ډک ملت د وخت یو اَپر قدرت چې حتی د افغانستان غوندې کمزوری هیوادونه يي د خپل قوت سیال هم نه بلل او شکست خو بیخې لا تصور کولې هم نشو خو د دوی ازل دلته لیکل شوې وو دوی همدغه ملت د غرور له بامه را خته کړ او ګرمو اوبو ته یي د دوی د رسېدلو خوبونه ساړه کړل د وخت شوروی اتحاد يي په روسیه بدل کړ د دغه تاریخي ویاړ په نتيجه نه یوازې افغانان د ازادی په نغمت ونازېدل بلکې ددغه مقدس جهاد په برکت د مینځنې اسیا هیوادونه هم یو په بل پسې وار په وار ازاد شول ، په خوله رسنیو کې مې د دغه تاریخي ورځې په اړه د مختلفو نظریات د خاوندانو مختلفو برداشتونه ازارول ځينو ددغه تاریخي ورځي په اړه یوازې افتخاري شعارونه بدرګه کړی وو ځينو نورو بیا له جهاد وروسته د مجاهدینو د نفاق او کورنۍ جګړې له ذکر سره دغه ورځ له بریا زیاته په ماتي انعکاس کړی وه درېیمې ډلې بیا د سرو لښکرو وتل دهغوی د سرسخته غلامانو خلق او پرچم ابتکار بللې وو ددغه ډلې څخه یو خو یي لیکلې وو چې ( نن د ملی ملت نجات ورځ ده په نننۍ ورځ باندې شهید ډاکتر نجیب د ژنیوه د هوکړې پر اساس سری لښکري له وطنه وشړلې)

په دې حقیقت خو دهر چا سر خلاص دی چې روسان چا راوستل او بیا چا وشړل خو ددغه خلکو اصل هدف د نجیب جرايمو ته پوښ اغوستل نه دې بلکې غواړي د نجیب د نظام په پله روان نننۍ د کابل اداره ته په دې ترتیب برات ورکړې ، کله چې په راتلونکې کې د افغانستان خلک د امریکایانو څخه د ازادۍ ورځ لمانځې دوی به هم ووایې چې امریکایان اشرف غنی د قطر د هوکړې له مخه له وطنه وشړل اوس عجبه دا دی چې له هیواده د پردیو اشغالګرو قوواو شړل دوی ته امنیاز هم ښکاری، لکه څنکه چې نن اشرف غنی د امریکایانو د پاتې کېدو پسې لالهانده دی پرون د نجیب کمونیستې نظام د روسانو د پاتې کېدو لپاره هر ممکن کوشش وکړ ځکه هغوې د روسانو په موجودیت د خپل نظام بقاء لیده لکه څنکه چې اوسني اداره د امریکایانو په مجودیت کې خپله بقاء ویني ، اشرف غنی له یو غربي تلویزوني چینل سره په مرکه وویل چې د امریکایانو له ملاتړ پرته د ده په مشرۍ د افغانستان نننۍ نظام شپږ میاشتې هم قیام نه شې کولې ، په بل ځای کې په اصطلاح د ملي اردو د افسرانو یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې د نیویارک او واشنګټن امنیت ستاسو د قربانۍ له برکته خوندي دي په داسې حال کې خپله افغانستان د نړی یو له تر ټول بې ثابته هیوادو څخه دی دغه د هغه په خپله خوله اعتراف دې چې دهغه نظام بقاء او فایده یوازې او یوازې د هغه د حمایه کونکو بهرنیانو لپاره ده دغه حالت د کابل حکومت د ستراتیژیکو اړيکو پارټنرشيپ نوم ورکړې دی حال دا چې یو بادار او محکوم اړیکه ده ، که صبا ددغه نظام ملاتړي د امریکایانو څخه د ازادۍ امتیاز د نننۍ بلواکه نظام مشرانو ته ورکوي دغه به لویه نا انصافي او سپین سترګۍ نه وي ؟

که پرون د نجیب نظام دخپل او د خپل بادار د بقاء لپاره زرګونه خلک ژوندي تر خاورو لاندې کړل نن هم د ډېرو ځوانانو دمرګ او ژوند پته ورکه ده ، که پرون د باغیانو د ځپلو تر نامه لاندې لسګونه زره خلک د پل څرخې زندان وخوړل نن د اشرف غنی په مشرۍ ادارې هم همغه زندان د هغه ګمنامو له بچیانو ډک کړی دې يواځې د نیول کېدو شعار یي بدل دې او اذیت طریقه یي بدله کړی ده ،
او دا هر څه یوازې د ازادی د غږ د خاموشه کولو لپاره دې یوازې د دې لپاره دې چې څنګه له ملت څخه د ازادی روحیه واخلې څنګه وکړی شې خپل ورته پردي او پردي ورته خپل معرفي کړی هغه خلک چې اته لس کله يي په ډیر صداقت د اشغال د دوام لپاره هر ډول وحشت په کار وچاوه څنګه صبا د ازادی دغه لوی ابتکار ځانونه ته منسوبولې شې ؟

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا سپين سترګی ، بيشرمه او بيحيا غلامان به هيڅکله اصيل او موئمن افغانان ونسی غولولای .

عبدالواحد
میلمه
عبدالواحد

آیادغه غداران نه محاکمه کول دتیرحکومت جرم ندۍ چه دشهیدانو،کونډواویتیمانو دآهوعوض الله ناټوورکه اولابه ګوروچه نورڅه پیښیږی چه توبه ونه کاږی اواراده سمه نکی هیڅکله به آرامی اوخوشحالی ونه وینی ملت خوپریږده الله یی دکفاروپه واسطه نه پریږدی.عبدالواحداڅګزۍ

Back to top button
Close
Close