
افغانستان
د اشرف غني دوهم مرستيال اسلام اباد ته تللی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر اشرف غني دوهم مرستيال سرور دانش د کډوالو په اړه جوړېدونکي دوه ورځني کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته رسېدلی دی.
د سرور دانش له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست هارون چخانسوري او د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي هم له ښاغلي دانش سره په دې سفر کې ملګري دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس هم نن سهار د کډوالو په اړه نړيوال کنفرانس کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللی دی.
پاکستاني چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو څلور لسيزو پوره کېدو په مناسبت يو نړیوال کنفرانس راغوښتی دی.
ټاکل شوې، چې په دغه کنفرانس کې د افغان کډوالو د ستونزو او چلینجونو په اړه خبرې وشي.
زما په اند :
پاکستان ته د ویزی ترلاسه کولو او لا د کرایی کور موندلو د پاره به تللی وی هغوی پوهیږی چه الهی نظام د هغوی په خیر نه دی او نه د افغانانو خپلواکی زغملی شی په خپلواکی د دالرو بهیر دریږی