افغانستان

ثبات او همپالنه ټیم: د ټاکنیزو کمېسیونونو کړنې شکمنې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم وایي، ټاکنیز کمېسیونونه یو اړخیز کار ته دوام ورکوي او کړنې یې شکمنې دي.

دغه څرګندونې د ثبات او همپالنې ټیم د کمپاین مشر «فضل احمد معنوي» نن په کابل کې یوې ناستې ته وکړې، نوموړي وویل « د ټاکنو خپلواک کمېسیون ټاکنیزو شکایتونو ته د لاسرسي د کمېسیون د پرېکړو د تطبیق پروسه د څارونکو له شتون پرته په یو اړخیز ډول پیل کړې، چې د منلو وړ نه ده.»

د معنوي په خبره، د ثبات او همپالنې ټیم د ټاکنیزو کمېسیونونو په کار باندې شک لري او که د کمېسیونونو همداسې یو اړخیزې  پرېکړې دوام وکړي دوی به له دې پروسې څخه ووزي.

نوموړي زیاته کړې « که قانون رعایت شي، په پروسه کې ګډون کوو او که داسې ونشي، له پروسې څخه وزو او بیا به پایله هيڅ لوري ته د منلو وړ نه وي.»

ثبات او همپالنه ټیم داسې مهال د ټاکنیزو کمېسیونونو په پرېکړه شکمن دی، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، هڅه کوي د وروستیو پایلو اعلان ته زمینه برابره کړي.

څه موده وړاندې د ثبات او همپالنې ټیم یو بل مخکښ غړي «دوستم» هم ګواښ کړی وو، که د ټاکنو کمېسیون د پاکو رایو په بنسټ پرېکړې اعلان نکړي، دی به د عبدالله عبدالله په رهبري موازي حکومت په شمال کې تشکیل کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

There could be a planed issue to bring conflicts between AIN AW GHAIN and make 2 parallel governments, one in Balkh and the other in Kabul.
These both sides (AIN AW GHAIN) are very close friends of the US

Result: This will pave the way to 2 countries and cause more conflicts where there will be a great need for foreign troops to stay in Afghanistan to look after peace.
The division of the country will also weaken the Taliban movement and therefore gradually disappear.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close