افغانستانځانګړي راپورونه

شنونکي په رسمي غونډو کې د امرالله صالح ګډون د قانون خلاف بولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل):  د سياسي چارو کارپوهانو او د ولسي جرګې ځينو غړو په رسمي غونډو کې د امرالله صالح په ګډون نيوکه کړې او دا يې له قانونه سرغړونه بللې ده.

د ملي امنيت پخوانی رئيس او په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټيم لومړی مرستيال له تېرو څو مياشتو راهيسې د اشرف غني تر څنګ په رسمي دولتي غونډو کې ګډون کوي او اوس تازه د جرمني په ميونيخ ښار کې نړيوال امنيتي کنفرانس کې د ګډون لپاره هم له اشرف غني سره تللی دی.

د ولسي جرګې غړي عارف رحماني ويلي، په هېڅ قانون کې دا نشته، چې د يوه ټاکنيز ټيم غړی دې په رسمي غونډو کې ګډون وکړي او دا يوازې په دې معنا کېدای شي، چې اشرف غني او امرالله صالح خپلو ټاکنيزو سيالانو خپل زور ورښيي.

د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی

د کابل پوهنتون استاد او چارو کارپوه نصرالله ستانکزي هم ورته څرګندونې کړي او وايي، چې د امرالله صالح رسمي حيثيت نه دی معلوم او نه هم دا معلومه ده، چې د نورو هېوادونو چارواکي به په رسمي ناستو کې نوموړي سره په کوم حيثيت خبرې کوي.

د ښاغلي ستانکزي په وينا معلومه خبره ده، چې د امرالله صالح ناسته او سفر بې ګټې او له قانونه مخالفت دی.

ودير صافی – د کابل پوهنتون استاد

د کابل پوهنتون بل استاد او د چارو کارپوه ودير صافي هم ويلي، ولسمشر کولی شي، په خپلو رسمي سفرونو هر څوک له ځان سره ملګری کړي، خو دلته يوه باريکي شته، چې د ټاکنو په روان جنجالي وضعيت کې د يوه ټاکنيز ټيم مرستيال په رسمي غونډو کې ګډون هېڅ قانوني جواز نه لري او ولسمشر بايد په دې اړه خلکو ته سپيناوی وکړي.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
اولاُ دي سياسي شنونکي چي ځانونو ته قانون پوهان او د پوهنتونونو استادان او پوهاندان وايي ، دادي د افغانستان د قانون او د نړۍ د قوانينو په رڼا کي دا په ګوته کړي ، چي موجوده حکومت قانون حيثيت لري اوکه نه.
ثانياً د امرالله صالح د موجوديت ، د حکومت او نړيوالو غوندو کي د اشتراک خبره ده.
رابعاً زما په څير د لږ پوهي کسان ټوله په دې پوهيږي چي موجوده حکومت کوم قانوني مشروعيت نه لري . پس امرالله به څه مشروعيت ولري ، او دا کومه دبحث خبره نه ده. او نه ورباندي بحث بايد وسي ان شأالله د ټولو اخيري ورځي را په نژدې کيدو دي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close