افغانستانمرکې

سیاسي دفتر: د امریکا سره به توافقنامه د میاشتې تر پایه لاسلیک شي / مرکه – ویډیو

نن ټکی اسیا (دو شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د سیاسي دفتر معاون مولوي عبدالسلام حنفي د نن ټکی اسیا سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د امریکایانو سره به شوې توافقنامه د رواني میلادي میاشتې فرورې تر پایه لاسلیک شي.

نوموړي وویل چې دغه مراسم به په دوحه کې تر سره کیږي او د شاهدانو په ډول به د افغانستان ګاونډي هیوادونه، په ملګرو ملتونو کې د امنیت شورا غړي، ملګري ملتونه، اسلامي کانفراس، اورپايي اتحادیه او ځیني نور هیوادونه ګډون وکړي.

حنفي د توافقنامې د لاسلیک تر مخه د تاوتریخوالي د کمښت په اړه وویل چې د لاسلیک د مراسمو تر مخه به «مناسبه فضا» را منځته کیږي.

او زیاته یې کړه چې تر بین الافغاني مذاکراتو مخکې طالبان زر تنه بندیان خوشي کوي او په مقابل کې به یې امریکایان او د کابل حکومت ۵ زره طالب بندیان را خوشي کوي.

د ځینو راپورونو سره سم د طالبانو او امریکایانو د توافق پر اساس به د رواني میلادي میاشتې فروري د ۲۲مې نیټې څخه د تاوتریخوالي د کمښت موده پيلیږي او پر ۲۹مه نیټه به توافقنامه لاسلیکیږي چې له هغه وروسته به د بندیانو تبادله او بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواریږي.

باید وویل شي د کابل حکومت تر اوسه هم له خپله اړخه د مذاکراتو لپاره خپل ټیم نه دی اعلان کړی چې له امله یې په افغانستان کې دننه د مختلفو اړخونو له نیوکو سره مخ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

یا الله جل جلا له
د افغان مجاهد ولس دنیوی او اخروی ارمانونه ورپوره کړی .
یا الله جل جلا له د دی کړیدلی او زوریدلی ولس دښمن په دتیا او آخرت کی خوار و زبون کړی .
یا الله جل جلا له پر ټوله هیواد او پر ټوله نړی ستا د توحید د سپیځلی کلیمی بیرغ ورپوی .
الهی جل جلا له تاته هرڅه آسانه دی چی خیر مو پکښی وی هغه راپیښ کړی .
آمین یا رب العلمین

A saeed

ماشالله
زمونږ محترم مشره ږوند او برېاء درته غواړو

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
الحمد لله رب العالمين ط
الله اکبر

اجمل

شاهین هم ویلی وه چی توافقنامه به د جنوری تر آخره پوری امضا شی خو هسی ونشول اوس څنګه پدی ملا باور وکړو او یا دا هم د شاهینینو په جملو کی شمار کړو؟

اجمل

کچیری دواړه طرفه سړی وی، نو بین الافغانی مذاکرات باید په داخل د افغاسنان تر سره شی.

الحاج استاذ بیانزی

الله ج دی د مسلمانو افغانانو په ګټه او خیر تمامه کړی الله ج دی اسلامی امارت مشرانو او کشرانو ته تر دی لا زیاته وړتیا او پیاوړتیا په برخه کړی الله ج دی د دوی او زمونږ د ټولو ارمانونه چه ( چه د الهی نظام پیاده کول او مظلوم اولس اوښکی پاکول او داسی نور دی) تر سره کړی . مونږ د افغانستان مظلوم اولس، اسلامی نړی او ټول مظلوم بشریت د اسلامی امارت د قربانیو پوروړی دی او دا دومره لوی پور دی چه په مادیاتو نه خلاصیږی په دعاوو او معنویاتو که دا پورونه خلاص شی… نور لوستل »

عبدالواحد

امریکا اوغربی ناټوولی زموږ دبیننګوغلو حفاظت کوی اوشرقی کفاریینکوی لکه روسیه مازیات وخت په اروپا،امریکا اوجاپان کی تیرکړۍ دۍ کارموکی کړۍ دۍ یاتجارت،۲۴کاله په جرمنی کی ،۳کاله په امریکاکی،۲کاله په لندن کی،۳کاله په جاپان کی زه تعلیم یافته اوسیاسی شعورهم لرم،زموږغله بیننګه دملت مالیات دپردیوملکوکومکونه ټول دملک دعوایدپیسی دغو غربی ملکوته وړی اودهغوپه بینکوکی جمع کوی،پخل ملک کی سرمایه ګذاری نه په کوی مایوکال دجرمنی په(‌‌‌ ‌‌بی ایم وی دموټرانوپه کاخانه)کی کارکړۍ دۍ. هلته دمثال په ډول یوانجنیرپه اخبارواومدیاکی اعلان کوی چه زه یوه کارخانه جوړوم هرڅوک چه دموټرانودجوړولوپه شک کی انجنیروی کولای سی زموږ سره شریک سی ،هروخت چه… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx