افغانستان

تر دوستم وروسته د جمعیت او وحدت ګوندونو هم د «موازي حکومت» د جوړولو ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (دو شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د ګډ حکومت د مشر «اشرف غني» لومړي مرستیال «عبدالرشید دوستم» په ټاکنو کې د فساد په صورت کې د موازي حکومت جوړولو ګواښ وکړ، د وحدت او جمعیت ګوندونو هم د نوموړي له مؤقف څخه ملاتړ کړی.

دې دواړو ګوندونو نن په بېلو، بېلو اعلامیو کې د ټاکنو کمېسیونونه په فساد، نه رونټيا، سلیقه یي او یو اړخیز چلند تورن کړي او ادعا یې کړې، چې ټاکنیزو کمېسیونونو د ټاکنو لایحې، طرزالعملونه او  قوانین تر پښو لاندې کړي.

دواړو ګوندونو ویلي، چې کمېسیونونه د یو ځانګړي ټیم د بریا لپاره کار کوي او د پارلماني ټاکنو په څېر په دې ټاکنو کې هم ټول شته قوانین تر پښو لاندې کوي.

د وحدت او جمعیت ګوندونو په اعلامیو کې د «دوستم» له پرېکړې ملاتړ شوی او تر څنګ یې ګواښ شوی، که حالت  همداسې دوام ومومي، دوی به د عبدالله عبدالله په مشرۍ موازي او «باالمثل» دولت اعلام کړي.

د اشرف غني درې نږدې سیال ګوندونه داسې مهال د موازي حکومت جوړولو ګواښونه کوي، چې د ټاکنو کمېسیونونه د میاشتو په تېرېدو لا هم نه دي توانېدلي، د ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړي.

تېره ورځ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم د ټاکنو کمېسیون په یو طرفه چلند تورن کړ او یاده یې کړه، چې پرېکړې یې د منلو وړ نه دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

هغه شپی تیری شوی چه امریکایی چرګو به د غلامی اداری د لوړپوړو چارواکو په کورونو کی د سروزرو هګی اچولی. امریکا یو غیرت نیولی که نه تر ټولو دمخه به یی ع او غ، کرزی ډوستم، نور او نور محاکمه کړی وی او ورکړی ډالر یی تری واپس کړی وی د امریکا په ناکامی کی په طالبانو سربیره غلامه اداره هم شامله ده دومره غلا، دروغ او درغلی چه د غلامی اداری لوړپوړو چارواکو د امریکا او ناتو سره ترسره کړی امریکا یی رسوا رسوا او تباه تباه کړه او طالبانو ته یی په هغه ټوله پیاوړتیا په ډونګو کړه.
تاکنی یی بهانه نیولی اصلا د سولی سره په مخالف قطب کی قرار لری دوی الهی نظام چه الهی عدالت به پکی وی نشی زغملی دوی هر یو د څو ځلی د اعدامولو دی نو دوی لیونی دی چه الهی نظام ته پاتی شی که یی وسه کیږی سوله به سبوتاژ کوی او که وسه یی ونه رسیدله بارنو هیوادو ته به ځانونه تر امریکا تر وتلو دمخه ځانونه ژغوری

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
عبدالله عبالله ، عبدالرشيد دوستم او محقق که په رښتيا او حقيقت کي د اشرف غني انتخاباتي سيالان وي . او ددې توان ورکي موجود وي چي په شمال کي موازي حکومت اعلان کول غواړي . ښه به دا نوي چي ارګ نشينان په ارګ کي را وپرځوي . ولي خبره دانه ده. دوی غواړي چي د صلحي پروسه سبوتاژ کړي . هر پلو ( غني ) او ( عبدالله عبدالله ، رشيد دوستم او محقق ) ته خپلو پټو او ښکاره دوستانو بيلا بيلي پروژې سپارلي دي . څو يوو ځل بيا افغان ځوريدلۍ او کړيدلۍ ولس د وينو په تشت کي ولمبوي .پښتو متل دی ( خوسندر د موږي په زورغورځي ) دوی ټوله د يوه بادار ‌‌‌‌‌‌ډهل ته ناڅي . ولي داځل به دا ارمان د خپلو کورنيو د غړو سره ګور ته يوسي . او د ميليار‌‌‌‌‌‌ډو دالرو شتمني به يي افغان ولس ته په ميراث ورسيږي . بيا هم د پښتو متل دی ( ميږي ته چي بدبختي راسي نو وزر وکړي ) . که غواړي چي ددې بدبختيه ځان وژغوري ، ښه به ورته دا وي ، چي د ملت دارادې سره موازي حرکت وکړي.وما علينا علی البلاغ المبين

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close