افغانستان

ملګري ملتونه: د افغان سولې پروسه له نږدې څارو

نن ټکی اسیا (دو شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ملګرو ملتونو سرمنشي « انټونيو ګوټريس» وايي، د سولې په پروسه کې د پاکستان رول ټاکونکی اهمیت درلود او دوی دا پروسه له نږدې څاري.

انټونیو ګوټریس دغه څرګندونې تېره ورځ په اسلام اباد کې له افغان کډوالو د پاکستان د  څلوېښت کلن کوربتوب په مناسبت جوړې شوې ناستې ته کړې، نوموړي ویلي « زه د افغانستان د سولې حیاتي خبرې له نږدې څارم، څو په مجموع کې د ټولو او په ځانګړي ډول د ولسي وګړو په وړاندې تشدد راکم شي.»

د نوموړي په قول، د سیمه ییزې اجماع د جوړولو په برخه کې د پاکستان رول ټاکونکی او اړین وو.

ګوټریس ددې تر څنګ له پاکستان مننه کړې، چې د افغانانو د څلوېښت کلن کوربتوب له امله یې د کډوالو د پالنې بېلګه پرې اېښې.

ملګري ملتونه داسې مهال د افغان سولې د پروسې د څار خبره کوي، چې په قطر کې طالب او امریکایي مذاکراتي ټیمونه یوه توافق ته نږدې شوي ښکاري او تمه ده دواړه لوري په نږدې راتلونکې کې د توافقنامې د لاسلیک په موخه د مذاکراتو مېز ته راټول شي.

د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي او د قطر دفتر مرستیال «عبدالسلام حنفی» له «نن ټکی اسیا» سره په خپله مرکه کې وویل، د سولې توافقنامه به د روانې میاشتې تر پایه لاسلیک شي او ورسره هم مهاله به پنځه زره طالب بندیان د بهرنیانو له لوري او زر تنه زندانیان به د طالبانو له لوري خلاص کړل شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

کشکی نړیوالو په رشتیا هم نړیواله با صلاحیته ټولنه او نړیوال اساسی قانون لرلی، ځانګړی نړیواله محکمه ، بیطرفه اردو او پولیس یی لرلی او هغه نړیوال قانون الهی قانون وی چا به کله په چا ظلم او استثمار کولو او په رڼا ورځ به یی له توره سپین او له سپینه تور نه چوړولو د سپټمبر په شان فاحعی به نه جوړیدلی او په بهانه او غچ اخستنه به یی د میلونو بی ګناه او بیدفاع مسلمانانو وینی نه بهیدلی .
په هر صورت، اوسنی ملګری ملتونه د امریکا یوه لاسپوڅی اداره ده نیویارک کی د امریکا په ودانی کی او د امریکا له خوا ورته معاشونه ورکول کیږی او ټول مصارف یی د امریکا په غاړه دی حلال پری حراموی او حرام پری حلالوی یا په بل عبارت روا پری ناروا او ناروا پری روا کوی.
د سپټمبر یوولسمه فاجعه چه دری زره بیګناه او بیدفاع امریکایان پکی د تبلو د کمپنیو د پاره قربانی شول او له هغه چې لا هم افغانستان، امريکا او ټوله نړۍ د ترهګرۍ له خطر سره مخ ده وروسته په زرونو نورو اروپایانو او امریکایانو پکی ژوند له لاسه ورکړو او په لکونو پکی معیوب ، ځانوژنی او نوروژنی کوی او په میلونو مسلمانان پکی په شهادت ورسیدل او رسیږی هر څوک چه ( ۹/۱۱ ) په انلاین کی ولیکی په زرونو ځوابونه به خپله له امریکایانو او اروپایانو واوری چه هغه فاحعه د بوش او دک چینی او د نظم نوین جهانی د نورو مهمو غړو په واسطه پلان شوی او د همدی د پاره غملی شوه چه په افغانستان او منځنی ختیز بریدونه وکړی او هغه اشغال او د الهی نظام مخه ونیسی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close