افغانستان

ويسا ورځپاڼه: د سولې تړون ماتولو په اړه امريکا او افغان حکومت تر طالبانو لس چنده زيات بې باوره دي

نن ټکی اسیا (دو شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): له کابله خپرېدونکې «ويسا» ورځپاڼې د امريکايي چارواکو هغو څرګندونو ته اشاره کړې، چې طالبان بايد د سولې هوکړې ته پابند پاتې شي او دا څرګندونې يې د يوې پلمې په توګه يادې کړي دي.

لويديځو رسنيو د امريکايي چارواکو له قوله ويلي، که طالبان د سولې تړون ته ژمن پاتې نشي، پر خلاف به يې سخت عمليات وشي او وبه ځپل شي.

ويسا ورځپاڼه وايي، که امريکا دا ګواښونه د طالبانو د پابند پاتې کېدو لپاره کوي، دا يوه معنا کېدای شي او که دا څرګندونې د يوې پلمې په توګه يادوي او اصلي پلان به څه وي، دا بیا بله معنا ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، له طالبانو سره د سولې هوکړه يو ښه فرصت دی، خو ګواښونه هم ډېر دي، همدارنګه افغانستان لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد هم ويلي، د سولې هوکړې په اړه کره تضمين نه شته.

د ورځپاڼې په خبره دا ډول څرګندونې بې معنا دي او د سولې هوکړې د ماتولو په اړه چې څومره له طالبانو څخه د ژمنو ماتولو اندېښنه شته، له امريکا او افغان حکومت څخه دا ويره او اندېښنه لس چنده زياته کېدا شي.

ويسا ورځپاڼې وړانديز کړی، د داسې اندېښنو د لرې کولو يوازينۍ لاره دا ده، چې نړيوال اغېزناک جهتونه د سولې تړون تضمين وکړي، تر څو دغه توافقنامه نړيوال ارزښت ترلاسه کړي او د هر جهت له لوري د پېښېدونکو ستونزو مخنیوی هم وکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

امریکاغواړی خپل ججان په افغانستان کی دخپلومجرمانودحفاظت دپاره کښینوی افغنستاددوی دغلامانویوه سوبه وی دوی ولی داسی وطن فروشان پخپل ملک کی پر عهدونه ټاکی که اشرفغنی اوکرزۍ ددوی په ملک کی وای په جیل کی به وی په موږ کی صدرمقررکړی دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close