شعـــــرونه

غزل؛ انجينر عبدالکبير طلايي

انجينر عبدالکبير طلايي

په سپينو ږيرو ليونو ته سړی څه ووایي
دغو بې لارو پخوانو ته سړی څه ووایي

په دين وطن چه غيرت نه کوي پيسو ته ګوري
دې بې ضميره ويښ ويدو ته سړی څه ووايي

چې په ملي هويت تيری کيږي پروا نه کوي
دې بې احساسه پښتنو ته سړی څه ووايي

دلته تيری او قتل عام په بې رحمۍ روان دی
په بينا سترګو دې ړندو ته سړی څه ووايي

دغه راغلي ډير بې رحمه دي ظلمونه کوي
دې نابللو ميلمنو ته سړی څه ووايي

دغه خپل ندي بيګانه دي چه قتلونه کوي
د خپل جامه کې دې پردو ته سړی څه ووايي

د طلايي کبير قلم د چاپروا نه کوي
په رڼا ورځ رشوت خورو ته سړی څه ووايي

عبدالکبیر طلائی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x