افغانستان

طالبان: کابل اداره «بلواکې» ده، مذاکرات ورسره د وخت ضیاع ده

نن ټکی اسیا (دو شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا مذاکرات پای ته رسېدلي ښکاري او تمه ده، ددې مذاکراتو په تعقیب د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي، طالبانو په یوه تبصره کې د کابل حکومت «بلواکی» بللی او مذاکرات یې ورسره د وخت ضیاع ګڼلې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د « د غلام واک د بادار وي!» تر نامه لاندې خپره شوې تبصره کې راغلي، چې د کابل حکومت بلواکی رژیم د امریکا له لوري په افغانانو باندې تحمیل شوی او دا یوه څرګنده خبره ده، چې ددې ادارې ټول واک له امریکا سره دی او هر څه چې هغوی وغواړي، ورباندې کولای یې شي.

په تبصره کې طالبانو د «انس حقاني» خلاصون د بېلګې په ډول راوړی، چې کابل حکومت «سره کرښه» بللې؛ خو وروسته غالبا د بهرنیانو په امر حکومت له بنده خلاص کړ.

د طالبانو په خبره «د کابل رژیم همدې بلواکۍ ته په کتلو اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې له دوی سره د هېواد د راتلونکې په اړه مذاکرات کول د وخت له ضیاع پرته بل څه نه دي او له امريکا سره د اصلي لوري په توګه خبرې یوازینی حل دی.»

تبصره وړاندې کاږي «د کابل رژیم بلواکي د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د مذاکراتو په جریان کې لا هم روښانه شوه، د مذاکراتو له پیل راهیسې که ګوډاګي رژیم کله یو څه ویلي؛ د امریکا له تهدید وروسته یې خپله خبره بېرته اخیستې او د بادار د خوښي دريځ یې خپل کړی دی.»

د طالبانو له قوله، افغانان دا ډول «فاسد» او «بلواکه» رژیم د خپل ځان نماینده نه بولي او په وړاندې يې په عملي مبارزه بوخت دي؛ نو ځکه یې سرو او شنو کرښو ته اعتنا په کار نه ده.

یاده دې وي، چې طالبانو له امریکا سره د مذاکراتو له پیله، په خپل دې دریځ ټینګ پاتې شوي، چې له کابل حکومت سره به د یوه «نظام» په حیث خبرې نه کوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

که خقیقت ته عمیق فکروکی تاسی ## هو د غلام غلام یاست۰باکستان د چین/انګلیس او امریکا پخوانی غلام دی۰قسم پّ خدای چه تاسی د پاګستان
له اجازی غیر څه کولای شی۰ولی ډ پنجاب په غوشتنه خپل وطن ورانوی۰
د افغانستان خکومت د خلکو د ګټو غوشتونکی دی مګر تاسی خاینان د پنجاب د ګڼو لپاره وطن تبآه کړ۰ایا دا د ## قطر کی امذیکا نه اوسی۰دوی ولی خپل قطر نه امریکا نه وباسی۰
هو تاسی ## یاست سر مو نه خلاصیږی۰

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
الله سبحان وتعالی مو قدمونه ثابت او اراده مو مستحکمه ولره . په سپيڅلي هدف او مرام کي تل بريالي. او سرلوړي ووسی. امين يا رب العالمين

عبدالواحد

آیاداسی یوڅوک چه په درواغواوپریب یی ځان ارګ ته ورساوۍ اودکفاروپه زوریی ځان په ارګ کی محکم کۍ اودملګ ټول قدرت یی تښتیدلوخلکی اوپرچمی جنایت کارانو ته په لاس ورکۍ ددی وړدۍ چه څوک دملک دآینده سرنوشت ورسره وټاکی اوکه لایق دځړیدودۍ څونه لویه بیشرمی ده چه دملت پرکوریی (خلک)لیکلۍ دۍ چه دشوروی په ملګری ددوومیلیونوشهیدانوقاتلان وو-اوس دامریکاپه واسطه دافغانانوقاتل غواړی پرملک مسلط اوسی.عبدالواحد اڅګزۍ

وطن دوست

طالب معلوم ده خپله د بل غلامی کوی او له همدی بادارانو سزه اوس هم د افغانستان په سر معاملی ته ناست دی او ګوډاګی ل ته وایی؟
طالیب دی ملک او دی خلکو ته څه کړی دا خاوره دوی تر کومه حده خرابه او دا ملت دوی څمره وځوراوه؟؟
طالیب نه هیڅ د ښو طمعه نشته خلاص تر ټالیب هر ځوک بهتر ده دی ملک ته

مجاهد

چه څه لیکی یو ## غلام یی، پروا نه کوی د غلامی غنی په شان ډیر غلاماه شتون لری مګر زما هیله دا ده چه مستعمار نوم (وطن دشمن) کیږده تاسی ډالر دوست ، روس او امریکا دوست یاست مننه

پتنګ

خلقیانو هیواد خو تاسو مردار که اوس په اروپا کې خیرات خورۍ شرم دی ! !

Adam Khan

I am not sure if you are really that much determined or talking only. I don not know if SHAHEN is really the SHAHEN OF SPEEN GHAR or the goat of the oak trees at the bottom of SPEEN GHAR

DA GAZ AW DA MAIDAN

Hidayat

د دي مانا داده چي سوله نه شته.

الحاج استاذ بیانزی

بلواکی خو یی د ضیاع وخت دلیل دی، د غلام غنی غلامه اداره له کارمل او کرزی وروسته څلورم شاه شجاع دی چه د یوی فاحشی په ډول له بهره په ډولۍ کی میکپ شوی راوړل شوی د یو څو ډالرو د پاره د خاوری، خلکو او خپلواکی سودا له کفارو سره کړی تر شاه شجاع او کارمل هم بدتره اداره اوسنی اداره هغوی د یوه یوله لونډ فاحشی او دوی د ۵۰ لونډانو فاحشی دی یعنی زمونږ مظلوم اولس یی په ۵۰ لونډانو لولپه او په کڼدواله بدل کړی، دوی افغانیت، اسلامیت او حتی انسانیت په ۵۰ لونډانو پلورلی… نور لوستل »

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx