افغانستان

د خبریال ویب پاڼې په اړه د طالبانو دریځ

نن ټکی اسیا (دو شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، خبریال ویب پاڼه د یوه «جاسوس» له لوري چلول کېږي او د څارګرو شبکو له لوري د طالب مشرانو په اړه د عامه ذهنیت د مغشوشولو پروژه په مخ وړي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «له څه مودې راهیسې د خبریال ډاډکام په نوم یو انټرنټي سايټ هڅه روانه کړې چې د اسلامي امارت په ځینو پيژندل شوو او منل شوو مشرانو پسې پروپاګند وکړي او په تړاوو يې ذهنیتونه مغشوش کړي.»

د خبرپاڼې له مخې، خبریال ویب پاڼه د داسې یو چا له لوري چلول کېږي، چې د جاسوسي تور ورباندې دی او د همدې تور له امله له افغانستان څخه لندن ته تښتېدلی.

خبرپاڼه کې زیاته شوې «داسې ښکاري چې نوموړي ته د افغانستان د قضیې په دې حساس پړاو کې یو ځل بیا استخباراتي ماموریت ورکړل شوی تر څو د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د استازو په اړه عامه اذهان مغشوش کړي.»

په پای کې طالبانو، دا عمل د شخصیت وژنې هڅه او د ژورنالستکو اصولو سرغړونه یاده کړې او له خلګو یې غوښتي، څو د خبریال تبلیغاتو ته د «دښمن» د یوه کرایه شوي جاسوس د نظر په توګه وګوري.

یاده دې وي، چې له څه مودې راپدېخوا خبریال ویب سایټ په طالب مشرانو او په ځانګړي ډول د قطر دفتر د غړو د شخصي ژوند په اړه داسې څه خپروي، چې تر پلټنې وروسته حقیقت نه خېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x