نړۍ

پاکستاني طالبانو د سعودي قونصلګری د کارکوونکي وژل په غاړه واخیسته

suadi_conselate_workier_diedنن ټکی آسیا: د پاکستان طالبانو اعلان کړی چي د سعودي قونصلګری یو تن کارکونکی په کراچي دوی وژلی.

رویترز خبري آژانس ته د پاکستاني طالبانو یو تن ویاند ویلي چي دوی به دې ته ورته بریدونو ته تر هغو دوام ورکوي تر څو امریکا په وزیرستان کي برېدونه بس کړي نه وي.

د سعودي حکومت دا پيښه په کلکه غندلې او د پاکستان څخه يې غوښتنه کړې چي ددوی د دپلوماټانو امنیت خوندي کړی.

د سعودي یو رسنۍ ویلي چي سعودي غواړي د پاکستان سره په ګډه ددغه پيښي تحقیقات وکړي، په کومه کي چي د کراچي د کونسلګری یو تن سعودي تابعیت لرونکی کارکوونکی نن سهار په ډزو سره ووژل شو.

رسنۍ ویلی چي د وژل شوي کس چي حسن القحطاني نوميږي، جسد سعودي ته په الوتکه کي انتقال شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x