ځانګړي راپورونه

طالبان د نظامي هلیکوپتر د راغورځولو خبر ورکوي

نن ټکی اسیا (دو شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې یې  یوه نظامي چورلکه راغورځولې.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ اړوند د سپینې قرارګاه سیمه کې د دښمن یوه نظامي هلیکوپتر د عملیاتو په مهال د مجاهدینو په برید کې رانسکوره شوه.»

د احمدي په خبره، په دې اړه به نور جزئیات وروسته ورکړي.

که څه هم لا څرګنده نه ده، چې ویشتل شوې الوتکه په بهرنیانو او که داخلي ځواکونو پورې اړه لري؛ خو دا الوتکه په لنډه موده کې څلورمه نظامي الوتکه ده، چې د طالبانو په برید کې له منځه ځي.

کابو میاشت وړاندې د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې هم طالبانو د امریکايي استخباراتي ادارې «سې آی اې» یوه الوتکه راغورځولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx