افغانستان

عبدالله: د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې تړون نهايي شوی

نن ټکی اسیا (دو شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله نن د وزيرانو شورا غونډې ته وويل، د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون نهايي شوی دی.

هغه زياته کړه، د سولې تړون لاسليک د طالبانو له لوري د اوو ورځو لپاره د جګړې تشدد له کمولو سره مشروط دی.

د عبدالله عبدالله په وينا د تاوتريخوالي کمولو سربېره به هم ښايي ځينې پېښې وشي.

اجرائيه رئيس زياتوي، چې دا د طالبانو لپاره يو ښه فرصت دی، تر څو وښيي، دوی هم په هېواد کې سوله او کراري غواړي.

طالبان هم له امريکا سره د سولې تړون ته خوشبينه دي.

د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي له نن ټکی اسيا سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، ټاکل شوې، چې د روانې فبرورۍ تر پایه د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي.

امريکايي چارواکي هم وايي، له طالبانو سره د سولې تړون ته نږدې شوي، خو په ورته وخت کې يې د ځينو ګواښونو او خطرونو اندېښنه هم ښکاره کړ ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، د سولې تړون ته خوشبينه دي، خو کېدای شي ځينې خطرونه هم ولري.

افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ويلي، له طالبانو سره د سولې تړون لپاره بايد ټول لوري هڅې وکړي او د بریا ضمانت يې نشي کولی.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم د سولې په اړه د طالبانو په نيت شک ښودلی دی.

د چارو کارپوهان د امريکايي او افغان چارواکو دې څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري.

له کابله خپرېدونکې «ويسا» ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې يادې موضوع ته اشاره کړې او وايي، که امريکا پر طالبانو د تړون ماتولو شک لري، خو په مقابل کې يې امريکا او افغان حکومت د سولې تړون ماتولو په اړه لس چنده زيات بې باروي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

غلام او ګود شیطان د خپل شیطانت اخری خخته ایښی او وایی چه
[[ بايد ټول لوري هڅې وکړي او د بریا ضمانت يې نشي کولی.]]
دریم شاه شجاع غلام غنی بیا وایی چه
((د سولې په اړه د طالبانو په نيت شک ښودلی دی ))

غلام سخی بکواهی

دا دی نه دی اوری دلی وایی زور غوندی آواره وی مجبوره دی انشاالله شرطونه به منی که نوی نو پسرلی کی به نوی عملیاتو اعلانیژی اوبیا به …

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close