نظــر

 ثالث عمر د ثالث خلافت بنسټ کیښود او لاړ

شهاب لیوال

افغان ننګیالي او توریالي مبارزینو دخپل اسلافو په نقش قدم دنړۍ سوپر پاور قدرت په ګونډو کړ، لکه څنګه چې عثماني خلفاو دچنګیزي او صلیبي دوه زبرځواکه قدرتونه له منځه یوړل اودظلم ،وحشت او بربریت لړۍ ته یې پاۍ ټکی ورکیښود .

دنن عصر خلافت غوښتونکو «افغان مبارزینو » د یویشتمې پیړۍ سوپرځواکه قدرت مظالم او وحشتونو ته سینه سپهر کړه او دمسلمه امت او بیا خاصکرت د افغان مظلوم اوجګړه ځپلي ولس له عزت ناموس او آزادۍ نه یې دفاع وکړه ،دوي یواځې د یقین ،باور او اخلاص په ملتیا ، کفري نړۍ چلنچ کړه .

افغان مبارزین په کلام الله ایمان لري او غواړي چې همدا کتاب یې اساسي قانون وي ،نه د انګلیسانو له وحشي لښکرو وویردل ، نه یې روسي ځواک ته غاړه کیښوده او نه یې امریکا NATO +ISAF متحده ځواکونو ته د تعظیم سر ټیټ کړ .

دیموکراسي ،کمونیزم ،کپیټلیزم ،ناسوسیالیزم او سکیولیزمه قانونو په تقابل کې ودریدل او یاد بشري نظامونه یې دالهي نظام دنفاظ په خاطر له ګران هیواده ټول کړل .

لِیَقْطَعَ طَرَفًا مِّنَ الَّذِینَ کَفَرُوا أَوْ یَکْبِتَهُمْ فَیَنقَلِبُوا خَائِبِینَ (۱۲۷آل عمران )
دا وعده چې الله تعالی تاسو ته درکړې ، ددې لپاره ده چې دکفارود لښکر یو قسمت قطعه کړي ،او هغو په ذلت او مایوسی سره خپل هیواد ته ستانه کړي .

له نن نوړلس کاله مخکې امریکا په ډیر مغرورانه انداز او اکشن Action کې افغانستان ته خپل سرتیري راوستول ، د دافغان مبارزینو دمذاکرې ،مصالحې او روغې جوړې لاس یې ټیل واهه او داخطار په انداز یې دتسلیمیدو او یا هم زنداني کیدلو وړاندیز ورکړ ،افغان مبارزینو خپل لاره بدله او د مقاومت ډګر ته وردننه شول ، په هغه وخت کې د افغان مبارزینو سر لاری«امیرالمومنین ملا محمد عمرمجاهد رحمه الله » له BBC سره په مرکه کې وویل ،الله تعالی زمونږ دمرستې او مدد وعده کړې او امریکا زمونږ د ورکولو ،انتظار به وکړو چې د چا وعده به عملي کیږي .

افغان مبارزینو د عثماینانو دود ژوندی کړ ، داسلامي خلافت بنسټ یې کیښود ،مسلمه امت او نړیوالو ته یې د اسلامي نظام مزایا او ښېګنه دعمل په ډګر کې تمثیل کړه.

ثالث عمر د ثالث خلافت بنسټ کښود او لاړ ،خپل سرتیرو مجاهدینو ته یې د تقوا ،دیانت او غیرت مدرسه پرانیسته، جهادي مبارز او ستر شخصیت خپل ژوند ثالثه خلافت ته وقف کړی وه.

په لباس ،خوراک خبرو او مجلس کې ملنګ خو په سیاست کې بیا ډیر پیاوړی او غښتلی وه، امریکا یې په سیاست او جګړه دواړو کې ماته کړه ،هغه نشته خو نن یې لارویانو د سیاست په میز امریکا ته ضرب العجل ټاکلی.

که افغان مبارزینو دا وار په سیاست کې کفري نړۍ یې ماته کړه ،مطمئنه اوسی چې د ثالث خلافت پایه ګذاري او بنسټ یې کیښود
american people and paganism must be know، afghan warrers fight up to bully of khelafa
امریکا او کفري نړۍ دې سر خلاص کړي چې افغان مبارزین ستاسو د اشغال تر پای وروسته د خلافت تر قایمیدو خپل مبارزه جاري ساتي.

افغان دروند ولسه ! تاسو خوښ اوسی چې ستاسو بچیانو دریم زبرځواک له مخې لرې کړ ،که دې الله اراده وه اسلامي نړۍ او مظلمومه مسلمه امت ته به اسلامي نظام نافظه کوي ، دکفار یرغل ،وحشت او بربریت نه به نجات ورکوي ،ورورولي او اخوت به بیا ژوندی کوي ،په خپلو مبارزینو ویاړ وکړی ،ویره ونلری او دکفري میډیا دتبلیغاتو تر اغیزې رانشی ، خپل مبارزین خپل وګڼۍ .

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

لیوال صاحب الله ج دی تل ژوندی او همداسی او یا تر دی هم ګړندی لره تل دی د حق وینا لیکلی او تل حق بیانوی . ټوقه : الله ج که مرتدینو او غلامانو ته غفور لیوال ورکړی مونږ مسلمانانو ته یی هم شهاب لیوال هدیه کړی. په هر صورت، بلکل همداسی ده اصلا مونږ افغان مجاهد اولس ته یی د ملا عمر په شان مجاهد رهبر هدیه کړی او د هغه د ملوکانه انداز په اوږدو کی امارت اسلامی د رهبری لاندی الهی نظام بنیاد یوځل بیا کیشود شو یعنی د صحابه وو کرامو تاریخ یوځل بیا ژوندی… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close