نړۍ

عمران خان: د افغانستان سولې لپاره هره ممکنه مرسته کوو

نن ټکی اسیا (دو شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، د افغانستان سولې د بريا لپاره يې ډېرې هڅې کړي او په راتلونکي وخت کې هم په دې اړه هر ډول مرستې او همکارۍ ته حاضر دي.

پاکستان کې د افغان کډوالو څلوېښت کالو په پوره کېدو اسلام اباد کې د کډوالو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته عمران خان وويل، د ټولو ستونزو سربېره يې د افغان کډوالو کوربه توب کړی او د سولې په اړه، چې د پاکستان څه په توان پوره وي، هغه نه سپموي.

د پاکستان لومړي وزير زیاته کړي، چې افغان ولس د نړۍ د هر قوم په پرتله د څلوېښت کلونو جګړو له امله ډېر تکليفونه ګاللي او افغانان د سولې او کرارۍ ډېر مستحق دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس هم د کډوالو په اړه نړيوال کنفرانس ته د وينا پر مهال د پاکستان ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې پاکستان لکونو افغان کډوالو ته څلوېښت کاله پر خپله خاوره ځای ورکړی دی او تر اوسه هم په افغانستان کې کراري او ثبات نه دی راغلی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close