نړۍ

بلوچستان: کوټې ښار کې چاودنې ۸ کسان وژلي او ۲۱ ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (دو شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د پاکستان بلوچستان ايالت په مرکز کوټې ښار کې چاودنې لږ تر لږه اته کسان وژلي او يوويشت نور ټپيان کړي دي.

د کوټې ښار د پوليسو يوه مشر رسنيو ته ويلي، چاودنه د کوټې ښار محکمې مخته پر اقبال سړک هغه مهال وشوه، چې دغه سيمه کې د اهل سنت والجماعت مذهبي ډلې له لوري مظاهره روانه وه.

د چارواکو په وينا په وژل شوو کې دوه پوليس هم شامل دي.

د کوټې د ملکي روغتون وياند وسيم بيګ وايي، د اتو وژل شوو سربېره ۲۱ ټپيان هم روغتون ته لېږدول شوي دي.

د وسيم بيګ په وينا په ټپيانو کې د ځينو روغتيايي وضعيت ترينګلی دی او ښايي د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم زيات شي.

د سيمې خلک وايي، چاودنه دومره قوي وه، چې د شاوخوا ودانيو ښيښې يې هم ماتې کړې او تر لرې ځايه يې غږ اورېدل شوی دی.

د پېښې څرنګوالی تر اوسه نه دی روښانه او نه هم چا د چاودنې مسؤوليت منلی دی.

سيمه د پوليسو له لوري کلابنده شوې او امنيتي ځواکونو د مشکوکو کسانو پر خلاف چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

پوليس وايي، د چاودنې په اړه يې پلټنې پيل کړي او وروسته به له رسنيو سره معلومات شريک کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close