
د فیسبوک مشر: حکومتونه دې د زیان رسوونکو موادو خپریدو مخنیوي کې مرسته وکړي
نن ټکی اسیا (دو شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د فیسبوک مشر مارک زوکربرګ له نړیوالو حکومتونو غوښتنه کړې تر څو د فیسبوک لپاره د زیان رسوونکو موادو خپریدو مخنیوي لپاره ځانګړی قانون جوړ کړي.
مارک زوکربرګ چې د جرمني په میونیخ کې یوه امنیتي کانفرانس ته وینا کوله وویل چې سخت نظم او کنترول د افرادو د «بیان ازادي» له خطر سره مخامخ کوي.
په دې اړه نوموړي زیاته کړه چې د فیسبوک په څير شرکتونه نه شي کولی دا ډول پریکړې (چې د بیان ازادي مشروع ګڼل کیږي) وکړي.
د فیسبوک سربېره ګڼ شمېر خواله رسنۍ د نړیوالو حکومتونو له لوري له سخت فشار سره مخ دي چې د ناسمو معلوماتو د خپرولو مخه ونیسي، په دې لړ کې فیسبوک د سیاسي اعلانونو د کړنلارې له کبله له نیوکو سره مخامخ دی.
د فیسبوک مشر وایي چې د نویو اصولو د کیښودو ملاتړ کوي: «نه غواړو د دیموکراتیک بهیر په پام کې نیولو پرته خصوصي شرکتونه پر خواله رسنیو د ټولنې د ګټو د مراعت کولو په برخه کې پرېکړې وکړي».
زوکربرګ له حکومتونو وغوښتل چې د خواله رسنیو لپاره نوی قانوني سیستم رامنځته کړي، داسې سیستم چې د مخابراتي اړیکو او د رسنیزو ادارو شته اصولو په پام کې نیولو سره جوړ شي.
د زوکربرګ په وینا که څه هم د یادو اصولو نه شتون سربېره مونږ د زیان رسوونکو موادو خپریدو په مخنیوي کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو، خو دی وایي، په ټولیزه توګه داسې ځواب باید درک شي چې ټولنې ته مشروع وي.
د فیسبوک مشر وایي، ددې ستونزې د مخنیوي لپاره د فیسبوک (۳۵۰۰۰) کسیزه ډله کار کوي، منځپانګه ګوري او د مصنوعي ذکاوت پر مټ هره ورځ له یو ملیون ډیر جعلي اکاونټونه تړي.
باید وویل شي چې د شته نیوکو سربېره د فیسبوک، میسنجر، واټس اپ او انسټاګرام کاروونکو شمېر ورځ تر بلې زیاتیږي، واټس اپ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د کاروونکو شمېر یې له ۲ ملیاردو پورته شو، دغه راز د فیسبوک فعال کاروونکي هم له ۲.۵ ملیاردو څخه زیات دي.