افغانستان

ټاکنو کمېسیون: راتلونکو څلورو ورځو کې وروستۍ پایلې اعلانېږي

نن ټکی اسیا (دو شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، تر راتلونکو څلورو ورځو پورې د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان ته سپاري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند «عبدالعزیز ابراهیمي» بي بي سي ته ویلي «تر راتلونکو درې یا څلورو ورځو به د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو بل غړي «حنیف دانشیار» هم نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د افغانستان د خلګو انتظار نور پای ته رسېدونکی دی او د څلورو ورځو دننه  د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلانېږي.

د ټاکنو کمېسیون له قوله، په هیواد کې شته سیاسي وضعیت به د ټاکنو  پر پایلو اعلانولو کوم ناوړه اغېز ونکړي.

ټاکنو کمېسیون وروسته له هغه د نهايي پایلو د اعلان خبر ورکوي، چې تېره ورځ د حز وحدت او جمعیت ګوندونو ګواښ وکړ، که د ټاکنو په پایلو کې شفافیت په نظر کې ونه نیول شي، دوی به د عبدالله عبدالله په مشري موازي حکومت جوړ کړي.

څو ورځې وړاندې د ګډ حکومت د مشر «اشرف غني» لومړي مرستیال «جنرال دوستم» هم ورته ګواښ کړی وو.

دوستم په ټاکنو کې د «ثبات او همپالنې» ټيم بریا یقیني بللې وه او ګواښ یې کړی وو، که د  ټاکنو کمېسیون اشرف غني بریالی اعلان کړي دی به په شمال کې موازي حکومت تشکیل کړي.

Tags

Related Articles

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د