ورزش

فاف ډوپلیسيز لوبډله کې د نوي نسل په خاطر لوبډلمشري پریښوده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د سویلي افریقا پخواني لوبډلمشر فاف ډوپلیسيز ددې په خاطر چې لوبډله کې ځوان لوبغاړو ته چانس برابر کړي له لوبډلمشرۍ ځان ګوښه کړ.

ډوپلیسيز د مشرتابه نه د ګوښه کولو لامل په ګوته کړی او ویلي یې دي چې نوي نسل او ځوان لوبغاړو ته د مشرتابه مسوولیت ورکولو په خاطر یې لوبډلمشري پریښوده.

له بده مرغه د ډوپلیسیز په مشرۍ سویلي افریقا لوبډلې په ۲۰۱۹م نړیوال جام کې له لومړیو ۷ لوبو یوازې یوه کې بریا خپله کړې وه، چې له هغه وروسته د انګلستان پر وړاندې په یو ورځني سیریز کې ډوپلیسيز ته له ارام ورکولو وروسته ځوان لوبغاړي کوینټن ډیکاک ته لوبډلمشري وسپارل شوه.

هغه مهال د سویلي افریقا کرېکټ بورډ مشر ګریم سمیت وویل چې دوی د لوبډلمشر په بدلولو غور کوي.

ډوپلیسيز وویل که څه هم زما لپاره دغه پریکړه ستونزمنه ده خو اوس د ځوان لوبډلمشر او د لوبډلې ادراې بشپړ ملاتړ ته چمتو یم، «د سویلي افریقا یوه نوي پړاو ته داخلیږي چې په کې به نوې مشرتابه، نوي لوبغاړي او نوې ستراتیژي شتون ولري».

۳۵ کلن ډوپلیسيز اوس هم په دریواړه فارمیټونو کې د لوبډلې استازیتوب کوي او وایي چې په دې لړ کې به لوبغاړو سره خپلې تجربې شریکې کړي.

فاف ډوپلیسیز په لومړي وار په ۲۰۱۳م فروري میاشت کې د شل اوریزو لوبډلمشر وټاکل شو، په ۲۰۱۶م کې یې له ای بي ډیویلیئرز څخه د ټيسټ لوبډلمشري ونیوله او په ۲۰۱۷م ستمبر میاشت کې د یو ورځنیو لوبو مشر وټاکل شو.

د نوموړي تر لوبډلمشرۍ لاندې سویلي افریقا لوبډله د ۲۰۱۴م کال شل اوریزو نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ورسیده خو په مخکې تلو کې پاتې راغله.

اوسمهال په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې کوینټن ډیکاک د سویلي افریقا لوبډلې مشري کوي، شونې ده نوموړي ته په ټیسټ لوبو کې هم لوبډلمشري وسپارل شي.

د فاف ډوپلیسيز په لوبډلمشرۍ کې سویلي افریقا لوبډلې په ۳۶ ټيسټ لوبو کې ۱۸ ګټلي، ۱۵ بایللي او ۳ لوبې مساوي شوي دي، دغه راز په ۳۹ یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۸ او په ۴۰ شل اوریزو لوبو کې یې ۲۵ بریاوې خپلې کړي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close