افغانستان

اشرف غني د حکومت له ګڼو نظامي او ملکي چارواکو سره د سولې په تړاو «مشورې» کړې

نن ټکی اسیا (دو شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د افغانستان د څلور دیرش ولایتونو لپاره د حکومت له والیانو او د دولتي عسکرو له قوماندانانو او چارواکو سره د سولې په تړاو ناستې کړې.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « ولسمشر غني د څلور دېرش ولایتونو له والیانو او د افغانستان د امنیتي ځواکونو له قوماندانانو سره د افغان سولې او له امریکايي چارواکو سره د خپلو لیدنو په تړاو دوې مشورتي ناستې کړې او د افغان سولې په پروسه یې بحث ورسره کړی.»

خبرپاڼه د اشرف غني له خولي لیکي چې « د سولې د پروسې مدیریت او مالکیت د افغانستان د جمهوري دولت په لاس کې دی او مذاکره کوونکی ټیم به له واضح اصولو او دستورالعمل سره مذاکراتو ته ولاړ شي، د مذاکراتو ټیم باید صلاحیت او مؤثریت ولري او دا واک به د دولت له لوري ټاکل کېږي.»

غني ددې تر څنګ خپلو نظامي چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې ناټو یې یوازې نه پرېږدي؛ ځکه دده په خبره، دوی یې اصلي شریکان دي.

اشرف غني داسې مهال د خپل حکومت له والیانو او قوماندانانو سره مشورې کوي، چې په قطر کې طالب او امریکایي مذاکراتي ټیمونه توافق  ته رسېدلې ښکاري او داسې تمې شته، چې ښایي د روانې فبروري میاشتې تر پایه دواړه لوري توافقنامه لاسلیک کړي.

د سولې روانې خبرې، چې نږدې یو کال یې په بر کې ونیو، تر دې دمه حکومت نه د امریکا له لوري په جریان کې اچول شوی او نه هم طالبانو ورسره مخامخ خبرو ته تیاری ښودلی.

طالبانو په بیا، بیا حکومت بلواک او د بهرنیانو ګوډاګی بللی او مذاکرات یې ورسره د وخت ضیاع ګڼلې.

د شنونکو په باور، اشرف غني به د خپل واک د ساتلو په موخه تر خپله وسه د سولې په لاره کې خنډونه واچوي؛ خو له دې امله، چې سوله اوس د امریکا هدف دی او طالبان له امریکا سره په مخامخ خبرو کې ښکېل دي، نو ځکه به حکومت تر ډېره د خپلو سرو کرښو ساتنه ونشي کړای او یو په بل پسې به سرې کرښې په زرغونو بدلې شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

تاسی دی ملحد غلام ته وګوری چه د الله ج په ځای ناتو ته پناه وړی او وایی چه
[[خپلو نظامي چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې ناټو یې یوازې نه پرېږدي]]
رحمان بابا فرمایی
[[ که الله ج در سره مل نه وی رحمانه که لښکری درسره وی یک تنها ییی ]]

جمیل
میلمه
جمیل

د غنی لا لکه چی اوس هم زړه ته نه لویږی چی مالکان یی تښتی او خپل یتیمان یوازی پر سپیره ډاګ د اسلامی نظام محاکمو ته پریږدی .
د کفارو او د ظالمېنو سره دوستی همدا عواقب لری .
ولعذاب الاخرته اکبر

فدامحمد نومير
میلمه
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
د کندهاريانو په اصطلاح اشرف غني او ملګري يي ( د پروتي لغتي وهي ) او نور هم د ارګ د ناوده خوب خوبونه ويني . که زه د اشرف غني د ملګرو په ځای وای ، او خپل بستر مي ټولاوه ، او دا مي ورته ويل : لالا موږ بيرته هغه لوري ته درڅخه ځو د کومه چي راغلي يوو. بس ده خورجينونه مو ‌‌‌‌‌‌ډاک کړي دي . که ته نه مړيږي ، خوله دي د خاورو ‌‌‌‌‌‌ډکه سه.good bye, good luck.s
Our friend see you in west

Back to top button
Close
Close