افغانستان

د امریکا سفارت: د شوروي تېروتنې په افغانستان کې نه تکراروو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د توافقنامې د لاسلیک نېټه تر بل هر وخت نږدې شوې ښکاري او داسې هیلې راټوکېدلې، چې ښايي دواړه لوري د توافقنامې په لاسلیک کولو سره له افغانستان د بهرنیو پوځونو وتلو ته زمینه برابره کړي؛ په کابل کې د امریکا د سفارت شاردژافیر «رایس ویلسن» ویلي، دوی د پخواني شوري اتحاد تېروتنې بیا نه تکراروي.

د «افق نیوز» د راپور په اساس، «رایس ویلسن» د غه څرګندونې د امریکا په سفارت کې د «سولې او اقتصاد بحث» تر نامه لاندې جوړې شوې ناستې ته وکړې، نوموړي ویلي « امریکا او ناټو له شوروي شوې تېروتنې بیا نه تکراروي، افغانستان په خپل حال نه پرېږدي او تر پایه ژمن ورته پاتې کېږي.»

نوموړي ددې تر څنګ د بین الافغاني خبرو په اړه ویلي، چې دا مذاکرات «سخت» خو په عین حال کې اړین دی؛ ځکه په خبره یي، امنیت او سیاست يې له مهمو موبحثونو څخه دي.

په دې غونډه کې د ګډحکومت د اقتصاد وزیر «مصطفی مستور» هم ټینګار کړی، چې یو منظم اقتصادي پلان باید وجود ولري؛ څو له سولې وروسته اقتصادي ثبات منځته راوړي.

رایس ویلسن دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود  قریشي» هم په امریکا غږ وکړ، چې افغانستان په خپل حال پرېنږدي او په دې هیواد او سیمه کې له وتلو سره هم مهاله خپل رول لوبولو ته ادامه ورکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

خپلواکی سره سختی ورځی ( لوږی تندی او داسی نور ) پیوستون لری. مونږ افغانان ورسره عادی یو په سبو او سورسک څه چه په نهره یو هم خوشاله یو مګر د اشغالګرو خبراتو ته لاسونه نه اوږدوو که نه بیا زمونږ او د کابل د غلامی اداری توپیر څه شو. اشغاګر کله هم چاته مفته خیراتونه نه ورکوی د اشغالګرو خیراتونه لکه فاحشو ته تحفی دی چه د میکپو د پاره یی کاروی مګر بیه یی معنویات پلورل وی . مونږ نه غواړو چه په مادیاتو معنویاتو وپلورو. مونږ ډیر غنی هیواد لرو که یی د زمکی لاندی او… نور لوستل »

Adam Khan
میلمه
Adam Khan

Tell the truth to your nation and to the world. Your nation and the world are so smart.
Tell your smart nation and the smart world loudly and clearly that we got f_cked up too
Do not use the name of the USSR, you were already aware of the USSR and the British defeat.

Adam Khan
میلمه
Adam Khan

Tell the truth to your nation and to the world. Your nation and the world are so smart. Tell your smart nation and the smart world loudly and clearly that “we got f_cked up too” BAKHANNA GHWARAM

Do not use the name of the USSR, you were already aware of the USSR and the British defeat.

مجاهد
میلمه
مجاهد

وایی [ سګ د شغال ورور دی [ پرون روسان یعنی سپو زمونږ هیواد باندی هغه وحشت او توره طوفانی ورڅ جوړه او نن امریکایانو یعنی ګیدړانو په مونږ هغه وحشت راوست او زمونږ په میلونو بی دفاع او بیګناه مسلمانان یی په شهادت ورسول. دوی دواړه استعماری قدرتونه د یوه دجال د قوماندی لاندی کار کو چه هغه د ماسونیزم په نوم یاد یږی دوی دواړه استعماری قدرتونه د حرص له امله هر چیری چه یی خوښه شی یرغل کوی هغه هیواد اشغال او خپل غلامان ورباندی چارواکی کوی. مونږ خپلواکی غواړو او بس مونږ د چا خیراتونه نه… نور لوستل »

Hidayat
میلمه
Hidayat

افغانان به هيڅکله هم تحميلی سوله و نه مني.

هدايت حنيفی شينواري
میلمه
هدايت حنيفی شينواري

بیان ځای صيب سلامونه
ستاسی تيلفون مي څو ځلي وغوښتل ولي تاسی ځواب را نه کړو

Back to top button
Close
Close